اوباما: په عراق کې مو تر یو تریلیون ډېر ډالر لګولي

بارک اوباما

بارک اوباما وویل : "اوس زموږ ټينګار او هدف دا دی چې خپل اقتصاد ورغوو، او هغو میلیونونو امریکایانو ته دندې ومومو، چې خپلې وظيفې یې له لاسه ورکړې دي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په رسمي توګه په عراق کې د امریکايي ځواکونو د دندې پای ته رسېدو اعلان وکړ.

نوموړي وویل: "په عراق کې د امریکا جګړه ييز فعالیت رسماً پای ته ورسېد."

بارک اوباما دا څرګندونې د تېرې يکشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وکړې.

ده وویل : "نن په عراق کې د جګړه ييزې دندې د پای ته رسېدو اعلان کوم، د عراق د ازادۍ دنده پای ته ورسېده، اوس عراقیان د خپل هېواد د راتلونکې د ټاکلو مسؤولین دي."

نوموړي وويل: "مخکې له دې چې د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شم، ژمنه مې کړې وه، چې د عراق جګړه به ختموم. "

بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې کله چې ولسمشرۍ ته ورسېد، ویلي وو چې له عراقه به امریکايي پوځيان وباسي.

"ډېرې پيسې"

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې وویل: "موږ خپله ژمنه پوره کړه، له عراق د سل زره امریکايي پوځيانو د رایستلو اعلان کوم. سلګونه امریکايي اډې مو په عراق کې عراقیانو ته وسپارلې، له عراق نه مو میلیونونه پوځي توکي بېرته راستانه کړل."

بل خوا اوباما وویل هېواد یې د عراق په اووه کلنه جګړه کې بې حسابه پيسې ولګولې.

کله چې عراقیان خپل حکومت جوړ کړي، له شک پرته چې تر ټولو نژدې او قوي ملګری به یې د امریکا متحده ایالتونه وي.

اوباما

نوموړي وویل په عراق کې پوځي ماموریت نه یوازې د امریکا په ګټه دی، بلکې عراق ته هم ګټور تمامېږي.

د عراق په جګړه کې ۴۱۰۰ امریکايي پوځيان وژل شوي، او تر ۲۵۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

ولسمشر اوباما وویل شاوخوا ۵۰ زره امریکايي پوځيان به په عراق کې پاتې کېږي، خو په جګړه ييزو عملیاتو کې به برخه نه اخلي، بلکې عراقي ځواکونو ته به سلا مشورې ورکوي، او پاتې ۱۰۰ امریکايي پوځيان به له دغه هېواده وځي.

د امریکا ولسمشر له عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د خپلې وینا پرمهال ويلي امریکا په عراق کې تر یو تریلیون ډېر ډالر لګولی دي:

''موږ د عراق په جګړه کې له یو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې لګولې دي او د دغو پيسو ډېره برخه مو له بهره پور اخیستی دی. په دې سره مونږ د بوديجې کسر تر ټولو لوړې کچې ته ختلی دی. اوس چې موږ په عراق کې جګړه پای ته رسولې پکار ده چې د دغو ټولو ننګونو د مقابلې لپاره په ژمنتیا سره رغنده ګامونه واخلو.''

عراقي حکومت

ولسمشر اوباما پر عراقي چارواکو غږ وکړ، چې "ډېر ژر" حکومت جوړ کړي.

امریکايي سرتېري په عراق کې

د عراق په اووه کلنه جګړه کې تر ۴۰۰۰ ډېر امریکايي پوځيان وژل شوي.

ده وویل : "نن شپه عراقي چارواکي هڅوم چې ژر تر ژره د خپل حکومت د جوړولو لپاره مټې راونغاړي، داسې حکومت، چې د ټولو عراقیانو استازیتوب وکړای شي. کله چې عراقیان خپل حکومت جوړ کړي، له شک پرته چې تر ټولو نژدې او قوي ملګری به یې د امریکا متحده ایالتونه وي."

ولسمشر اوباما په عراق کې داسې مهال د حکومت د جوړولو غوښتنه کوي، چې شپږ میاشتې وړاندې په مارچ میاشت کې دغه هېواد ټاکنې وکړې.

د افغانستان په تړاو ولسمشر اوباما وویل له دغه هېواد څخه د راتونکي ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو چاره د افغانستان پر ځمکني وضعیت پورې اړه لري.

ده وویل : "اوس زموږ ټينګار او هدف دا دی چې خپل اقتصاد ورغوو، او هغو میلیونونو امریکایانو ته دندې ومومو، چې خپلې وظيفې یې له لاسه ورکړې دي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .