پاکستان: د جيټ الوتکو بریدونو ۴۵ کسان وژلي

جيټ
Image caption په تېر اپریل میاشت کې هم په یوه خطايي هوايي برید کې لسګونه ولسي وګړي هغه مهال ووژل شو، چې د طالبانو ګمان ورباندې وشو او بیا د پوځ لوی درستيځ اشفاق کياني د ولسي وګړو په وژل کېدا بښنه وغوښته.

د پاکستان د شمال لوېديځ خيبر ایجنسۍ په" تیرا" قبايلي سیمه کې جيټ الوتکو پر اورپکو بمبار کړی دی.

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي په دې برید کې لږترلږه ۴۵ اورپکي او د هغوی د کورنیو غړي وژل شوي دي.

برید د خیبر پښتونخوا په تيره قبايلي سیمه کې شوی دی.

وړاندې پاکستان ويلي وو چې د جيټ په دې برید کې شپاړس اورپکي وژل شوي، خو وروسته یې ومنله چې لسګونه اورپکي او د هغوی د کورنیو غړي پکې وژل شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د بي بي سي خبريال وايي "د پاکستان جیټ الوتکو د تیرا پر څلورو سیمو بمبار کړی، چې په نتیجه کې شپاړس اورپکي او د دوی د کورنیو ګڼ نور غړي وژل شوي. "

پاکستان وايي اورپکو هلته د ځانمرګو بریدونو روزنه ترلاسه کوله.

پاکستاني چارواکي وايي د تېرې شپې په دغه برید کې اته هغه له چاودېدونکو توکو ډګ ګاډي هم له منځه تللي، چې اورپکو غوښتل د پېښور ښار په ځانمرګیو بریدونو کې ګټه ترې واخلي.

Image caption د پاکستان پوځي سرچینو ويلي چې دا ګام یې د لشکرِ اسلام ډلې پرضد اخیستی دی.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سیمو کې عملیات او هوايي بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان ويلي چې په دې برید کې د اورپکو د روزنې یو کمپ بشپړ ویجاړ شوی او د هغوی یوه سیمه ییزه رادیو هم له منځه تللې ده.

په خیبر پښتونخوا د رحمن خټک په نامه یو چارواکي رسنیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په يوه برید کې شپږ ولسي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي.

ځايي چارواکو ویلي جیټ الوتکو د تیرا په نارايي بابا، شیندانه، شیندرب او تیندرب سیمو بمبار کړی.

"انساني سپر"

بل خوا اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته يوه بل جګپوړي امنتي چارواکي ويلي: "اورپکو په دې سیمه کې له ولسي خلکو او کلیوالو څخه د نساني سپر په توګه کار اخیست، په بریدونو کې ولسي وګړي هم وژل شوي، خو دقیقه شمېره یې موږ ته نه ده مالومه."

Image caption په تېر اپریل میاشت کې هم جيټ الوتکو په غلطۍ ولسي وګړي په نښه کړل.

په تیرا کې د " لشکرِ اسلام ، انصارالاسلام او د "امربالمعروف" په نامه سخت دريځې ډلې ډېر فعالیت لري.

په دغو ډلو کې د لشکرِ اسلام او انصارالاسلام ترمنځ پخوانی پټه دښمني هم شته، چې تر زرو ډېر کسان پکې له منځه تللي دي.

د پاکستان پوځي سرچینو ويلي چې دا ګام یې د لشکرِ اسلام ډلې پرضد اخیستی دی.

پوځ ويلي اورپکو غوښتل چې تر کوچني اختر وړاندې په پېښور کې لوی ځانمرګي بریدونه وکړي.

په تېر اپریل میاشت کې هم په یوه خطايي هوايي برید کې لسګونه ولسي وګړي هغه مهال ووژل شو، چې د طالبانو ګمان ورباندې وشو او بیا د پوځ لوی درستيځ اشفاق کياني د ولسي وګړو په وژل کېدا بښنه وغوښته.

ورته مطالب