مشرف له نوي ګوند سره پاکستان ته ستنېدل غواړي

ښاغلی مشرف
Image caption متقاعد جنرال ومنله، که اوس ستون شي يا به ووژل شي او یا به ترې وغوښتل شي چې ځينو تورونو ته ځواب ووايي.

د پاکستان مخکنى پوځي واکمن پروېز مشرف ويلي نوی پوځي ګوند جوړوي، چې د هېواد سياسي ژوندانه ته بیا ورستون شي.

د پاکستان مخکنى واکمن پروېز مشرف وايي د ٢٠١٣ کال د ټولټاکنو له لارې سياسي ډگر ته د بيا ورستنېدو په هيله نوى سياسي گوند جوړوي.

متقاعد جنرال مشرف په لندن کې، چې دى په کې اوس مېشت دى بي بي سي ته وويل انتخاباتو ته درېږي او هيله لري چې بيا صدراعظم يا ولسمشر شي:

((زه به په ر اتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړم، او هغه هم د هغه ګوند په استازۍ، چې زه یې پخپله جوړوم، زه د دغه ګوند د جوړولو تکل ځکه لرم، چې زما په اند اوس د دې وخت رارسېدلی، چې موږ په پاکستان کې یو نوی سیاسي دود رامنځ ته کړو، چې دغه هېواد پر یوې ولسواکې لارې سم کړي.))

پروېز مشرف وویل تېر ځل یې نړیوال مشروعیت نه درلود، ځکه چې پوځي کالي يې په تن وو، خو دا ځل یې چانس ښه ډېر دی، چې د ټاکنو له لارې واک ته ورسېږي.

متقاعد جنرال ومنله، که اوس ستون شي يا به ووژل شي او یا به ترې وغوښتل شي چې ځينو تورونو ته ځواب ووايي.

هغه وویل طالع یې د ده پر خوا ده او یو ځل بیا غواړي چې خپل بخت سره وازمايي.