منډيلا: "توني بلیر زما په حق کې خیانت کړی"

ښاغلی منډيلا
Image caption ښاغلي هین ليکلي: "کله چې زه په ۲۰۰۳ کال کې وزیر وم، پر عراق تر برید وروسته منډيلا تيلې فوني اړیکه راسره ونیوه، او وویل چې دا پرېکړه غلطه ده، دا یوه ډېره لویه تېروتنه ده. توني بلېر چې د افریقا لوی ملاتړی دی، ولې دا ډول پرېکړه کوي، دا به په نړیواله کچه ډېر زیانونه رامنځ ته کړي. "

د برتانیا د حکومت یوه مخکني وزیر ویلي د جنوبي افریقا مشر نیلسن منډيلا په تیلې فوني خبرو کې ورته ويلي چې په ۲۰۰۳ کال کې د برتانیا پخواني لومړي وزیر توني بلیر د عراق په جګړه کې په ښکېلېدو "له منډيلا سره ستر خیانت کړی دی. "

پيټر هین، چې د کارګر ګوند د واکمنۍ پرمهال د د ویلز د چارو وزیر و، نیلسن منډيلا له ده سره په سخته لهجه تيلې فوني خبرې کړې او پر عراق یرغل وروړل یې "یوه لویه تېروتنه" بللې ده.

ښاغلي هین، چې ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ 'د سپتمبر ۱۳مه' د ښاغلي منډيلا د شخصي ژوند په اړه لیکل شوي کتاب خپور کړي، ويلي د جنوبي افریقا مشر د تیلې فوني خبرو پرمهال ژوره ساه اخیسته او له غصې ډک ښکارېده.

پيټر هین زیاتوي، نیلسن منډيلا ورته ويلي کله چې توني بلیر د خپلې واکمنۍ پرمهال پر عراق د جګړې تکل وکړ، په وینا یې "ټولې مخکنۍ سیاسي لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو شوې".

ښاغلي هین ليکلي: "کله چې زه په ۲۰۰۳ کال کې وزیر وم، پر عراق تر برید وروسته منډيلا تيلې فوني اړیکه راسره ونیوه، او وویل چې دا پرېکړه غلطه ده، دا یوه ډېره لویه تېروتنه ده. توني بلېر چې د افریقا لوی ملاتړی دی، ولې دا ډول پرېکړه کوي، دا به په نړیواله کچه ډېر زیانونه رامنځ ته کړي. "

نیلسن منډيلا د برتانوي حکومت لخوا د افریقايي قارې د ملاتړ په تړاو څو څو ځلې خوښي ښوولې ده، خو اوس وايي چې پر عراق د برید پرېکړې ټولې مخکنۍ نېکۍ له خاورو سره خاورې کړې.

ورته مطالب