ایران امريکايي مېرمن د پیسو په ضمانت پرېږدي

سارا شورډ
Image caption ایران ویلي وو چې د شنبې پر ورځ به سارا شورډ 'د اسلامي زړه سوي' له امله خوشې کړي.

سپينې ماڼۍ د ايران دې پرېکړې ته په احتياط هرکلى ويلى چې په هغه هيواد کې بندي مېرمن سارا شورډ په ضمانت پرېږدي.

د ایران قضاييه قوې پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې نیول شوې امريکايي مېرمن سارا شورډ د ضمانت په بدل کې پرېږدي.

هغه له دوو نورو امريکايانو سره څه له پاسه يو کال مخکې د عراق پولې ته نژدې نيول شوې وه.

دوه نور ملگري يې لا هم بنديان دي او پر ټولو د جاسوسۍ تور لگېدلى دى.

درېواړه په تهران کې بندیان دي، چې اوس ایران سارا شورډ د نیم میلیون ډالرو په ضمانت پرېږدي، خو د دوو نورو امریکایانو د بند موده دوه میاشتې نوره غځول شوې ده.

د ایران رسمي خبري اژانس ايرنا د عمومي مدافع وکیل عباس جعفري دولت ابادي له خولې ویلي، آغلې شورډ به د ضمانت په بدل کې خوشې شي.

نوموړي ويلي ایران دا ګام وروسته له هغه واخیست، چې د هغې مدافع وکیل هغه ناروغه بللې وه.

د ایران حکومت د تېرې پنجنشنبې پر ورځ وویل چې د راتلونکې شنبې پر ورځ به سارا شورډ د "اسلامي زړه سوي" له امله خوشې کړي، خو قضايي قوې ویلي وو چې د دغو درو واړو امریکایانو قضايي دوسیه لا نه ده بشپړه شوې. "

Image caption ۲۸ کلن شاین باور، او ۲۸ کلن جوش فتال هم له سارا شورډ سره بنديان دي.

بل خوا د درېواړو امریکایانو مدافع وکیل مسعود شافعي ویلي، په لومړي ځل توانېدلی، چې له خپلو موکلینو سره وګوري او د هغوی د ضمانت پيسې د هغوی په خوښه پرې کړي.

۲۸ کلن شاین باور، او ۲۸ کلن جوش فتال هم له سارا شورډ سره بنديان دي.

ښاغلي شافعي ويلي، موکلینو یې د تېرې یکشنبې پر ورځ د محکمې په یوه غونډه کې پرې لګول شوي د جاسوسۍ تورونه رد کړل.

همدا وو چې محکمې د شاین باور او جوش فتال د بند موده دوه میاشتې نوره هم وغځوله.

درېواړه امریکایان د تېرک ال د جولای پر ۳۱مه د عراق او ایران پر ګډه پوله د عراق په کردستان سیمه کې هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې ایران ته واوړي.

د دغو امریکایانو په نیولو سره د ایراني چارواکو ترمنځ هم اختلافات راوټوکېدل، چې په لړ کې یې په تهران کې عمومي مدافع وکیل په دې قضیه کې د حکومت په دخالت نیوکه وکړه.