په کشمير کې بېسارى تاوتريخوالى ۱۸ کسان وژلي

کشمیر
Image caption د هند حکومت وايي وروستي تاوتريخوالي اندېښمن کړى، خوتر اوسه يې ونشواى کړى چې ويې دروي.

د هند د ولکې په کشمير کې د امنيتي ځواکونو او قهرېدلو مظاهره کوونکو ترمنځ اخ وډب کې 18 تنه وژل شوي دي.

مظاهرو په ټوله کې هندي ضد ماهيت درلود، خو ځينې په کې په امريکا کې قران ته د سپکاوي خبرونو سيمې ته راوستي وو.

دا په کشمير کې د ترخه دوبي تر ټولو ترخه ورځ وه. لسگونه زره کسان بيا -- لگېدلي گرځبنديز ته له پام پرته، لارو – کوڅو ته راووتل او د هند پر خلاف او د خپلواکۍ په پلوۍ يې شعارونه ورکړل.

په تېرو دريو مياشتو کې شاوخوا اتيا کسان په ورته ترخو اعتراضونو کې د پوليسو په ډزو وژل شوي دي.

خو دا ځل ورسره يوه بله موضوع هم غوټه شوې وه او هغه دا چې ځينې کسان ددې لپاره راټول شوي وو چې په امريکا کې د مسلمانانو سپېڅلي کتاب – قرآنکريم ته د سپکاوي رپوټونه وغندي.

هغوى د مسيحي مبلغينو پر يوې مدرسې وروختل.

خو دلته هم د راټولو شويو پام ژر پر کشمير د هند د ولکې پر خلاف عمومي ناخوښۍ ته واوښت. پر کشمير دا شپږ لسيزې د هند او پاکستان دعوه ده او د هغوى ترمنځ ويشل شوى دى.

Image caption په لارو او کوڅو کې دومره غوسه او قهر دى چې دا څو کلونه چا نه و ليدلى.

سيمه په جنوبي آسيا کې د ترينگلتيا پر يوې خطرناکې سرچينې او د اسلامي اورپکو لپاره د جاذبې پر يوه مرکز اوښتې ده.

په کشمير کې تريخ پاڅون د هند او پاکستان او آن هاخوا وړاندې د افغانستان د ټيکاو لپاره سخت عواقب درلودلى شي.

د هند حکومت وايي وروستي تاوتريخوالي اندېښمن کړى، خوتر اوسه يې ونشواى کړى چې ويې دروي.

او داسې برېښي چې پوليسو هم د خورا زغم د کارولو غوښتنې له پامه غورځولې دي.

ورته مطالب