د کشمير د وروستيو ناکراريو لاملونه

کشمیریان
Image caption د هند د امنيتي ځواکونو له خوا په تېرو دريو مياشتو کې د لسگونو مظاهره کوونکو وژنه په کشميريانو کې د هند له درنښت سره مرسته نشي کولى.

په لارو کوڅو کې د وروستي تاوتريخوالي د ډېرېدو سملاسي پلمه ظاهرا" د جون په مظاهرو کې د يوه تنکي زلمي وژل کېدل و.

کشميريان چې ډېری يې مسلمانان دي وايي، دا اوږده کلونه د پوليسو او نيمه پوځي ځواکونو له ترټنو نه کړېږي او د تنکي زلمي دغه وژنه يې پر لارو او کوڅو د راتويېدو پلمه شوه.

خو د کړکېچ سټه تر دې نوره هم ژوره او د هند په ويش کې نغښتې ده چې څه له پاسه شپيته کاله پرې اوړي.

د سيمې هندو پاچا هغه مهال د پاکستان پر ځاى له هند سره د يو ځاى کېدو پرېکړه له مسلمانانو سره له مشورې پرته کړې وه چې ورسره تر دې دمه کشمير د کړکېچ سرچينه گرځېدلې چې دوه تربور گاونډيان يې درې ځله په جگړه کې ايستي دي.

داسې وختونه هم راغلي چې کرارۍ وه، ټاکنې شوي او پر دغه سيمه چې وروسته د جمو او کشمير د ايالت په نامه راڅرگنده شوه، خپلو کورنيو حکومتونو واک چلولى دى.

ورسره سيمې ته چې د ځمکې د سر جنت بلل شوى، د سيلانيانو تگ راتگ هم غوړېدلى دى.

خو په ١٩٩٠يمو کلونو کې اورپکو فعاليتونو زور واخيست چې هند ويل پاکستان ورته لمن وهله. دغه مهال، له افغانستان نه د شوروي تر وتلو وروسته سلگونه وزگار افغان او پاکستاني مجاهدين پرېښودل شول چې پر پوله کشمير ته واوړي.

لسگونه زره کشميري هندوان چې يو مهال يې په دغې وداۍ کې د اقليت په توگه هوسا ژوند تېراوه، جنوب پلو د هند نورو سيمو ته وتښتېدل.

Image caption تېره اوونۍ يې تر هغه وروسته د شکايتونو پر لړ د نورې زياتونې امکان هم هله وموند چې په امريکا کې يوې کوچنۍ کليسا د قرآن د سوځولو گواښ وکړ.

کله چې اورپکو د هند پر حکومت گوزارونه پيل کړي، هندي ځواکونو يې هم په هسې يوه بڼه چې سخته ظالمانه بلل شوې، ځواب ورکړى دى چې ور سره په ولسي وگړو کې د غوسې او سخت قهر لمبې بلې شوې دي.

د لسيزې په لومړيو کې له پاکستان سره د اړيکو په سمېدو سره د موضوع د حل لپاره هيلې وغوړېدې، خو پر ٢٠٠٨ کال د هند پر ممبۍ ښار بريدونو يو ځل بيا دغه اړيکي گډوډ کړل او کشمېر يې په څپ څپانده حالت کې پرېښود.

اورپکې ډلې د پخوا په څېر پر حکومت بريدونو ته ودام ورکوي او بېلتونپالي مظاهرې جوړوي.

تېره اوونۍ يې تر هغه وروسته د شکايتونو پر لړ د نورې زياتونې امکان هم هله وموند چې په امريکا کې يوې کوچنۍ کليسا د قرآن د سوځولو گواښ وکړ.

د هند د امنيتي ځواکونو له خوا په تېرو دريو مياشتو کې د لسگونو مظاهره کوونکو وژنه په کشميريانو کې د هند له درنښت سره مرسته نشي کولى.

ورته مطالب