د نړۍ د ريکارډونو د کتاب(ګېنيز) د نوي ټوک خپرېدل

Image caption ګېنيز د نړۍ د پېښو او بشري پرمختګونو د ريکارډ له امله ډېر مهم کتاب بلل کېږي.

د ګينيز د ريکارډونو نوی ټوک نن (جمعه) خپرېږي چې هر کال نوي اختراعات پکې ځای پر ځای کېږي. په دغه کتاب کې په نړۍ نوي جوړ شوي ريکارډونه او د بشر لاس ته راوړنې ثبتېږي.

پخپله دغه کتاب په نړيواله کچه ريکارډ ټينګ کړی ، او تل يې د چاپ حق ساتلی يا محفوظ پاتې دی.

د ګينيز کتاب د امريکا له عامه کتابتون څخه د غلا شويو کتابونو په سر کې هم راځي يانې ډېر خلک يې غلا کوي.

په ۱۹۵۱ کال کې ښاغلي هو بيور چې وروسته بيا د ګينيز بريويرز چلونکی شو ايرلنډ ته د نښې ويشتلو لپاره تللی و، هلته يې له يو شمېر کسانو سره پرې دې لانجه راغله چې په اروپا کې تر ټولو تېز الوتونکی مرغه ټټغی دی، دا يو ډول طلايي رنګه مرغه دی.

خو هماغه مهال ورته معلومه شوه چې داسې يو کتاب يا سرچينه نشته چې تاييد کړي په اروپا کې تر ټولو تېز الوتونکی کوم دی.

ښاغلي هوبيور له ځان سره فکر وکړ ښايي په دې اړه ګڼې نورې پوښتنې هم موجودې وي چې ځواب ورکول يې ګران کار وي.

نو په دې فکر شو چې که ددغه راز پوښتنو د ځوابونو به اړه يو کتاب جوړ کړي نو زيات شهرت به ومومي.

بالاخره په ۱۹۵۴ کال کې د ښاغلي هوبيوير مفکوره په حقيقت بدله شوه او د يو شمېر ملګرو په مرسته يې د ګېنيز د ريکارډونو کتاب وليکه او په لومړي سر کې يې زر ټوکه خپاره کړل.

په ۱۹۵۵ کال کې د ګينز لومړۍ بڼه چاپ شوی کتاب چې يواځې ۱۵۷ پاڼې و، د بريتانيا تر ټولو زيات پلورل شوی کتاب و مګر ښاغلی بيوير وايي چې چندان پيسې يې جوړې نه کړې.

خو په راتلونکي کال کې بيا په امريکا د هغه کتاب اويا زره کاپيانې خپرې شوې. د دغه کتاب وروستۍ چاپ شوې بڼه په ۲۰۰۲ ، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو کې د زياتو پلورل شويو کتابونو د سر په کتار کې راتله.