د کراچۍ وضعیت بېرته عادي شوی

Image caption له تېرې جنوری راهيسې د د دغې ګوند په لسګونو فعالان هم په نښه کونې وژنو کې د کراچۍ په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.

د پاکستان سوداګريز او لوی ښار کراچۍ کې ژوند اوس بېرته عادي شوی دی.

تاوتريخوالي وروسته له هغه زور واخيست چې د (MQM) يا مهاجرو متحده قومي غورځنګ يو جګ پوړی مشر ډاکټر عمران فاروق ووژل شو.

نوموړی تېره پنجشنبه د لندن په شمال کې د خپل کور تر مخ په چړو ووهل شو.

د دغې ډلې جګ پوړي مشران له تېرو (۱۸) کلونو راهيسې په همدغه سيمه کې اوسېږي. د وخت او واټن له توپير او اوږدوالي سره د (MQM) شهرت پياوړی پاتې دی.

د تېرې جمعې په ورځ د جګ پوړيو سياسي مشرانو ليکې ليدل کېدې چې په کراچۍ کې د (MQM) يا د مهاجرو متحده قومي غورځنګ مرکزونو ته ورتلل.

له حکومتي مشرانو نيولې تر مخالفو او هم مذهبي مشرانوو پورې، د ټول خواخوږي د دغې ډلې د يو غړي د وژنې په ماتم او د درناوي وړاندې کولو لپاره وه.

د (MQM) مشران وايي د مخورو دغه درناوی او خواخوږي د دې خبرې منل دي چې د دوی ګوند له خپلو لومړيو ورځو څومره مخ پر وړاندې ګامونه اخيستي دي. په لومړيو کې د ټولنې له منځني پوړه د يو ګوند په توګه د دغې ډلې بنسټ ايښودنې، او بيا د (۱۹۸۰) کلونو په ورستيو کې يې واک ته په توغنديزې چټکۍ رسېدنې څېړونکي هک پک کړل.

ورپسې پر دغې ډلې تور ولګېد چې د خپلو مخالفانو د وېرونو لپاره د ځواکمن وسله وال تکتيکونه کاروي. په (۱۹۹۲) کې د پاکستان حکومت د دغه ګوند پر ضد پوځي عمليات پيل کړل.

مصطفی کمال چې د کراچی پخوانی ښارول پاتې شوی او د (MQM) ډلې يو مشر دی، دا خبره ردوي چې ډلې يې دې کله هم د زورزياتی کړو وړو ته لاس کړی وي.

دی وايي د هېواد فيوډالي کړيو هېڅکله د ټولنې په منځنيو پوړونو کې د ريښو له امله د دغه ګوند شهرت او ټولنيز اغېز نه دی منلی:

''(MQM) د دې لپاره راغلی او کار کوی چې د پاکستان د اصلي خلکو واکمني رامنځته کړي، او موږ دا ديموکراسي بولو، په نامه ډيموکراسي فيوډالي ډيموکراسي ده.

موږ په پاکستان کې د خلکو ديموکراسي غواړو، په پاکستان کې د خلکو ريښتينې ديموکراسي، چې د منځي پوړ کورنيو د يو بزګر يا کارګر زوی په کې د ښې او منځنۍ کچې پوهې او زده کړې ترلاسه کولو توان ولري، په خپل پارلمان کې د خپلو پرېکړو څښتنان وي او هم د خپل راتلونکي د پرېکړو واک ولري.''

د کراچۍ عملياتو په مهال د مهاجرو قومي غورځنګ ډلې جګ پوړي مشران برتانيا ته وتښتېدل.

له هماغه راهيسې دغه ګوند د لندن په شمال کې د (مېل هېل) له هغه ځايه اداره کېږي چې د (MQM) نړيوال سرمنشيت بلل کېږي.

Image caption د کراچۍ عملياتو په مهال د مهاجرو قومي غورځنګ ډلې جګ پوړي مشران برتانيا ته وتښتېدل.

له ډېرې وينې تويونې وروسته د (MQM) او د پاکستان چارواکي په (۲۰۰۰) کال کې يوې روغې جوړې ته ورسېدل.

نن دغه ګوند خورا پياوړی او له شهرت برخمن دی، خو د ګوند د زورزياتي تېر او ماضي ورپسې دی.

ډاکټر فاروق دوهم جګپوړی مشر دی چې وژل کېږي، له ده مخکې په تېر اګست کې د (MQM) يو پارلماني استازی هم وژل شوی و.

له تېرې جنوری راهيسې د د دغې ګوند په لسګونو فعالان هم په نښه کونې وژنو کې د کراچۍ په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب