امریکايي ښځه د خپل مېړه د وژنې په تور اعدامېږي

تیريزا لویس
Image caption پر لویس تور دی، چې د خپل میړه په وژلو یې د هغه د شتمنۍ تر لاسه کولو ته اېښې وه، چې به دې کې د هغه د زوی د بيمې شاوخوا ۳۵۰ زره ډالر هم راځي.

په امریکا کې یوې محکمې د یوې امريکايي ښځې د اعدام د پرېکړې د بېرته اخیستو وړاندیز رد کړی.

په ويرجينیا ایالت کې پر امریکايي ښځې تيريزا لویس محکمې د اعدام پرېکړه کړې چې دا په کابو تېرو ۱۰۰ کلونو کې په امریکا کې د اعدام لومړۍ دا ډول پرېکړه ده.

ټاکل شوې، چې آغلې لویس د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۲۳مه) اعدام شي.

پر تيريزا لویس تور دی، چې ګني په ۲۰۰۲ کال کې یې خپل میړه په لوی لاس وژلی دی.

رپوټونه وايي چې آغلې لویس عصبي ناروغي هم لري، چې هغه مهال یې د خپل میړه د وژلو لپاره خپل کور ته څو کسان ورغوښتي ول.

پر آغلې لویس د اعدام د پرېکړې قضايي محکمې له نهه کیسیزې ډلې اوو یې پرېکړه کړې، چې هغه باید اعدام شي.

خو په دغه نهه کسیزه جرګه ګۍ کې دوو ښځو د هغې د اعدام د پرېکړې مخالفت کړی.

Image caption له آغلې لویس سره د هغې د میړه د وژلو په دسیسه کې پر دوو نورو کسانو د عمري بند د سزا پرېکړه شوې.

بل خوا د ویرجینیا ایالت مشر رابرټ ماکدونال ویلي که څه هم لویس منلې، چې عصبي ناروغي لري او د خپل میړه په وژنه کې یې لاس درلود، خو د هغې د اعدام پرېکړه به بېرته نه اخیستل کېږي.

له ‎آغلې لویس سره پر دوو نورو تورنو کسانو د عمري بند د سزا پرېکړه شوې، چې يو یې د لویس محبوب ښودل شوی دی.

ردونی فولر منلې، چې له لویس سره یې ناړه جنسي اړیکې درلودې

پر لویس تور دی، چې د خپل میړه په وژلو یې د هغه د شتمنۍ تر لاسه کولو ته اېښې وه، چې به دې کې د هغه د زوی د بيمې شاوخوا ۳۵۰ زره ډالر هم راځي.