پاکستان کې د ناټو بمبار"تر 50 ډېر اورپکي" وژلي

اپاچي
Image caption امریکايي چارواکي وايي چې په دغو شکمنو سیمو کې د وسله والو اورپکو پرضد د بې پيلوټه الوتکو بریدونه تر ټولو ښه جګړه ییزه تګلاره ده.

ناټو ويلي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د افغانستان پولې ته څېرمه یې په هوايي برید کې 50 وسله وال اورپکي وژلي.

ناټو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د تېرې یکشنبې پرورځ یې اپاچي الوتکو افغان پولې ته څېرمه پر قبايلي سیمو وروسته له هغه بمبار وکړ، چې وسله والو په خوست کې د امنيتي ځواکونو پر یوې لیرې پرتې سیمې ډله ییز برید وکړ.

ناټو وايي د تېرې جمعې پر ورځ هم د افغانستان په ختيځ کې د ناټو ځواکونو دوې الوتکې تاوېدې، چې د ایساف همکارۍ هم ورسره مل وه.

د ایساف یوه تن ویاند مات سومرز ويلي دغو الوتکو د پاکستان خاورې ته تر ننوتو وروسته پر وسله والو بمبار وکړ.

ناټو دا نه دي ويلي چې په دغو عملیاتو کې د کوم هېواد سرتېرو برخه اخیستې ده، خو د امریکا متحده ایالتونه د ناټو تړون هغه یوازېنۍ هېواد دی، چې اپاچي الوتکې لري.

ایساف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې بمبار کې هېڅ ولسي وګړي نه دي وژل شوي.

د ایساف اعلامیه کاږي، د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولایت کې د ګڼو وسله والو لخوا د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی و.

ایساف وايي په سیمه کې نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا اورپکي پسې واخیستل او ایساف ان د پاکستان خاورې ته پسې ورغی، او هلته یې په بمبار کې تر ۴۹ ډېر اورپکي ووژل.

د پاکستان خبري رسنیو ویلي چې د ناټو په دغه بمبار کې د حقاني ډلې اړوند جنګیالي وژل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

د ویلو ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې امریکا تر ډېره په بریدونو کې له بې پيلوټه څارګرو الوتکو نه کار اخلي.

امریکا وايي په دغو سیمو کې وسله وال طالبان او د القاعدې غړي په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي او هلته پټن ځایونه لري.

په پاکستان کې د بې پیلوټه څارګرو الوتکو له بریدونو سره په دغه هېواد کې د امریکا ضد غصه زیاته شوې ده.

امریکايي چارواکي وايي چې په دغو شکمنو سیمو کې د وسله والو اورپکو پرضد د بې پيلوټه الوتکو بریدونه تر ټولو ښه جګړه ییزه تګلاره ده.

امریکا وايي د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعدې ډلې او اورپکو ګڼ مشران وژل شوي.

ورته مطالب