امریکا: بنګلدیش دې افغانستان ته سرتېري واستوي

بنګلدیشي ځواکونه
Image caption بنګلدېش یو له هغو اکثریت مسلمانو هېوادونو دی، چې په ملګرو ملتونو کې سوله ساتي ځواکونه لري، چې خو افغانستان ته یې لا پوځيان نه دي استولي.

د امریکا متحده ایالتونو له بنګلدیش نه غوښتي چې افغانستان ته جنګي پوځونه ولېږي.

دا موضوع د بنګلدیش د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلې ده.

د امریکا دا غوښتنه د بنګلدېش د بهرنیو چارو د وزیر 'دیپو موني' او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارد هولبروک تر منځ د لیدنې پرمهال شوې ده.

دواړو په نیویارک کې له یو بل سره لیدلي دي.

خبریالان وایي دا به ښایي له سیاسي پلوه د بنګلدیش لپاره یو حساس تصمیم وي، ځکه د دغه هیواد ډیری وګړي مسلمانان دي او بنګلدیش د ناتو د سازمان غړی هیواد هم نه دی.

له بنګلدیش نه د امریکا لخوا افغانستان ته د پوځيانو د استولو غوښتنه د بنګلدیش د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده.

په ډاکه کې د یوې رسمې خپرې شوې ویناپاڼې په حواله، ښاغلي هولبروک ويلي: ''د امریکا متحده ایالتونو د بنګلدېش په څېر له یوه ملګري هېواده غواړي چې افغانستان ته د دغه هېواد د ثبات د ټينګښت لپاره سرتېري واستوي.''

د بنګلدېش د بهرینو چارو وزیر ویلي چې د هولبروک دا غوښتنه به د بنګلدېش حکومت ته ورسوي.

بنګلدېش یو له هغو اکثریت مسلمانو هېوادونو دی، چې په ملګرو ملتونو کې سوله ساتي ځواکونه لري، چې خو افغانستان ته یې لا پوځيان نه دي استولي.