ایران: په زنا تورنه ښځه به 'په دار وځړول شي'

سکینه محمدي اشتیاني
Image caption سیکنه محمدي اشتیاني کونډه او په تبریز کې زنداني ده، چې دوه زامن لري او پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي.

د ایران لوی څارنوال ویلي هغه ښځه چې د زنا په تور د سنګسار له سزا سره مخامخ وه، اوس په وژنه تورنه پېژندل شوې او د سنګسار پر ځای به پر دار وځړول شي.

څارنوال وایي د سکینې محمدي اشتیاني د وژلو حکم به ترسره شي.

په تهران کې د بي بي سي خبریال وایي ایراني رسنیو د سنګسار له سزا نه د نړیوالو فشارونو بل لور ته کولو د یوې لارې په توګه د اوونیو لپاره د اغلې اشتیاني سزا د یوې معمولي وژنې په توګه توصیفوله.

د نوموړې وکیل پر خپلې موکلې د وژنې تور رد کړی دی.

سیکنه محمدي اشتیاني کونډه او په تبریز کې زنداني ده، چې دوه زامن لري او پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي.

پر نوموړې تور دی چې په ۲۰۰۶ کال کې یې خپل ميړه وژلی او له یوه نامحرم کس سره یې ناروا جنسي اړيکي نیولي.

خو د یوې بلې محاکمې پرمهال پر هغې تور ولګول شو، چې د میړه په ژوند کې یې له یوه بل سړي سره هم زنا کړې ده، چې همدا تور د هغې د سنګسار د پرېکړې لامل شو.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي وو چې له ۲۰۰۶ راپدېخوا په ایران کې لږترلږه شپږ کسان سنګسار شوي، چې د ۱۵ نورو د سنګسار چاره ځنډول شوې ده.

ورته مطالب