یو ایرانی د ایران ضد وېبلاګ په جوړولو بندي کېږي

Image caption دغه ایرانی کاناډایی وېبلاګ جوړوونکی په ایران کې تر ټولو تکړه وېبلاګ جوړوونکی ګڼل کېږي.

په ایران کې یوې محکمې د هغه ایراني په اړه د ۱۹ کلونو د بند پرېکړه کړې، چې وايي د ایران د "اسلامي نظام ضد تبلیغات یې کول او د ایران ضد هېوادونو لپاره یې کار کاوه. "

مشرق نیوز وېبپاڼه د ایران د یوې قضايي سرچینې په حواله ليکي، پر ۳۵ کلن حسین درخشان تور دی، چې ګني د اسلامي مقدساتو او اسلامي انقلاب ضد انټرنېټي فعالیتونه یې کول.

محکمې ښاغلی درخشان پر دې هم تورن کړی، چې ګني "په ایران کې یې داسې وېبلاګونه جوړ کړي، چې د ایران ګټو ته زیان رسوي."

محکمه زیاتوي، دغه تورن له ۲۰۰۰ کال راهیسې انټرنېټي فعالیتونه کول چې په لړ کې یې په فارسي ژبه ګڼ وېبلاګونه جوړ کړي.

حسین درخشان تر پنځو کلونو پورې په هر ډول سیاسي ګوند کې د غړیتوب له اخیستو منع کړای شوی او ورته ویل شوي، چې باید نغدي جریمه هم پرې کړي.

ویل کېږي درخشان به ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کې اسراییلو ته د کاناډايي پاسپورټ به مټ تللی، چې بیا تر هغه وروسته یې په انګلیسي او فارسي وېبلاګونه جوړ کړي دي.

پر هغه تور دی چې په دې کار سره یې غوښتل چې اسراییلو او ایرانیانو ته د دواړو هېوادونو بېلابېل عکسونه وښيي.

حسین درخشان د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې ایران ته تر ستنېدا وروسته ونیول شو.

Image caption درخشان دا مهال د تهران د ایفین په نامه په هغه زندان کې دی، چې په دې وروستیو کې دوه ایرانی الاصله کاناډايي خبریالان هم پکې بندیان ول.

د فارس خبري اژانس د یوې ایراني قضايي سرچینې له قوله ویلي، د درخشان په حق کې د محکمې دا پرېکړه نهايي نه ده، او کېدای شي له سره پرې غور وشي.

درخشان دا مهال د تهران د ایفین په نامه په هغه زندان کې دی، چې په دې وروستیو کې دوه ایرانی الاصله کاناډايي خبریالان هم پکې بندیان ول.

حسین درخشان په ایران کې د وېبلاګ جوړونې پلار بلل کېږي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لارنس کانون د تېرې سه شنبې پر ورځ د ښاغلي درخشان د نیولو او په حق کې یې د ۱۹ کلونو د بند پر سزا خواشيني وښوده:

"که چېرې پر هغه لګول شوي تورونه سم وي، دا دا هېڅ توجیه نه لري. خو د هغه قضیه ډېره پېچلې ده، ځکه چې ایراني چارواکي د هغه پر دوه ګوني جنسیت شک لري."

ورته مطالب