امريکا پر يو شمېر ايراني چارواکو مالي بنديزونه ولګول

Image caption دا لومړی ځل دی چې متحدو ايالتونو پرايران د بشري حقونو د تېري په برخه کې بنديزونه ولګول خو تر اوسه معلومه نه ده چې پر دغو کسانو به لګېدلي بنديزونه څه اغېزه وکړي.

دامريکا متحدو ايالتونو د اتو ايراني چارواکو نومونه په تور مالي ليست کې اچولي دي.

پر دوی تور دی چې د تېر جون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بشري حقونو په سرغړونوګرم و. د بنديزونو دا فرمان ولسمشر باراک اوباما لاسليک کړی دی.

په متحدو ايالتونو کې به د دغو کسانو ټولې شتمنۍ کنګل کېږي او امريکايانوته اجازه نه ورکوی چې له دوی سره کار و بار ولري.

د متحدو ايالتونو د بهرنيوچارووزيرې هېلري کلينټن او د خزانې وزير ټيماټي ګيټنرد بهرنيوچارو په وزارت کې دا اعلان وکړ.

دا لومړی ځل دی چې متحدو ايالتونو پرايران د بشري حقونو د تېري په برخه کې بنديزونه ولګول.

هېلري کلينټن وويل دادمتحدوايالتونوپه لاس کې هغه نوې وسيله وه چې د ايران خلک زيانمن نه کړي.

په دغه تورليست کې دايران دانقلابي ګارډ قوماندان محمدعلي جعفري ، د کورنيوچارو وزيراو د ملي پوليسو مرستيال او نورکسان دي. دبهرنيوچارو وزيرې دا روښانه کړه چې ولې داکسان په نښه شوي دي.

ولسمشراوباما يو تقنيني فرمان لاسليک کړچې اته ايراني چارواکي په نښه کوي. دغه چارواکي د۲۰۰۹ کال دجون تر ولسمشريزو ټاکنو په را وروسته موده کې په جدي او پرله پسې ډول د بشري سرغړونو مسوليت لري .

ددغو چارواکو تر نظر لاندې او د دوی په امر ايراني وګړي بې له محاکمې نيول شوي، وهل شوي، کړول شوي، زبر زنا ورسره شوې، ګواښل شوي او وژل شوي دي.

د ايران حکومت د نړيوالې ټولنې هغه تکراري غوښتنې له پامه غورځولې چې دغو ځورونو ته د پای ټکی کېږدي، ترسره کوونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري او د خپلو اتباعو حقونو او بنسټيزو ازاديوته درناوی وکړي.

دا لا نه ده معلومه چې دغه بنديزونه به په اتوسړيوڅه ډول اغېزه وکړي. ښايي دوی په متحدو ايالتونوکې هېڅ شتمني و نه لري.

خو د خزانې وزير ټيماټي ګيتنر وايي کله چې متحد ايالتونه کسان اويا ادارې په نښه کوي نو نور هېوادونه هم له هغو سره اړيکي شلوي. اروپايي هېوادونه هم په ورته شان بنديزونوبحث کوي.

په متحدو ايالتونوکې ډيپلوماټان وايي دوی پرېکړه کړې په ايران کې د بشري حقونوسرغړونو ته ډېرپام وکړي ځکه يوازې اټومي مسلې ته پام بس نه دی چې د ايران مشران ګوښه کړي اويادهغوی چلند بدل کړي.