په پاکستان کې د لوېديز پر ضد توطيې او پلانونه جوړېدل

Image caption ددغه پلان له مخې به په لوېديز کې هم هغسې بريدونه کېدل لکه چې په 2008 کال کې د هند په ممبای کې شوي ول .

د لوېديز استخباراتي سرچينې وايي د القاعدې هغه توطيي يې کشف کړې چې په لوېديزه اروپا کې همغږي بريدونه ترسره کړي.

څرګنده شوې چې د دوی هغه پلان چې لا په لومړنۍ مرحله کې دی د اورپکو وړې ډلې به پکې ښکېلی وې چې په بريتانيا ، فرانسه اوجرمني کې يرغملان ونيسي او هغه شان يې ووژنی لکه چې د ۲۰۰۸ کال د مومبای په بريدونوکې يې وژلي ول. خوجرمني وايې لا د حتمي بريدونو نښې نشته اود امنيت په اړه يې د ګامونو کچه پرخپل ځای پاتې ده.

لکه چې په بي بي سي کې دامنيتي چارو خبريال فرنک ګارډنر ليکي په اروپا او امريکا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي پر دې خپه دي چې القاعدې د داسې بريدونو د توطيو پلانونه رسوا شوي دي.

سي. ای. اې، ام ای ۶ او په اروپا کې ځينې استخباراتي ادارې له دوبي راهيسې د القاعدې د جدي بريدونو پلانونه څاري.

ويل کېږي چې دا پلان لا په لومړني پړاو کې دی او په تړاو يې نيونې نه دې شوې.

خو استخباراتي ادارې وايي د القاعدې دا پلان دلوېديزې اروپا ښارونو ته د وړو خو وسله والو ډلو لېږل او د ولسي وګړو وژل دي ، هغه څه چې دوه کاله وړاندې د هند په مومبای کې وشول.

دا به په اروپا کې د القاعدې د تاکتيک د بدلون مانا ولري.

نايجل اېنکستر دبريتانيې پخوانی لوړ پوړی استخباراتي چارواکی دی او په دې اړه وايي : (( دوی د منځنۍ کچې مشران له لاسه ورکوي، پر دوی له څه مودې راهيسې فشار دی چې خپله وړتيا وښيي او په اروپا اويامتحدو ايالتونوکې څه وکړي او دا هغه ځايونه دي چې دجدې توطيو نښې پکې راڅرګندېږي.))

اوس د لوېديزو هېوادونواستبخاراتي چارواکي وېره لري هغه کسان چې په بريتانيا، اروپا اوپاکستان کې ترڅارلاندې و، ښايي په متحدو ايالتونوکې د باوري ريپوټونو تر خپرېدو وروسته پټ شي.

يوه چارواکي ويلي: ((اوس موږ په داسې دريځ کې نه يوچې غواړو پکې واوسو.))