ايکوادور، د پوځيانو د بغاوت په منگولو کې

ولسمشر رافايل کورېرا
Image caption ولسمشر کورېرا په هېواد کې د کرارۍ غوښتنه کړې او روانې اله ګولې يې د خپلو د ښمنانو له لوري جوړې شوې دسيسې بللې دي.

د ايکوادور په څو ښارونو کې د پوځ او پوليسو غړو په اعتراضونو لاس پورې کړى دى.

شاوخوا يو نيم سل پوځيانو په کويټو کې هوايي ډگر تړلى او پوليس هم د حکومت له خوا د سپمايي اقداماتو تر اعلان وروسته له کار کولو څخه ډډه کوي.

ولسمشر رافائيل کورېرا د کرارۍ غوښتنه کړې او الې گولې يې د خپلو غليمانو دسيسه بللې ده.

کله چې ولسمشر کورېرا بهر ووت چې له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي، د خلکو له سختې غوسې سره مخامخ شو.

خواته يې د اوښلن غاز يوه ډبه وچول شوه چې ساتونکو يې په بيړه له صحنې و يوست.

ولسمشر کورېرا وروسته پر ټېلېفون د پوليسو له يوه روغتون څخه وويل چې غازو گنگس کړى او پښه يې هم تاو شوې ده: (( هغوى په نامردۍ سره د هېواد پر ولسمشر اوښلن غازز وويشت.

زما له مخ څخه څو سانتي متره وړاندې يوه ډبه وچاوده چې زه او راسره کسان يې د څو ثانيو يا ښايي دقيقو لپاره گنگس کړو. ما د غازو ماسک پر مخ واچوه، خو کوم نامرده راڅخه لېرې کړ چې اوښلن غاز راباندې راشي.

باور نشي کېداى چې زموږ امنيتي ځواکونو او ملي پوليسو دې پر ولسمشر ډزې کړې وي!))

هغه غوښتل پوليس وهڅوي چې بېرته خپلو دندو ته ستانه شي او د تنخواوو او کاري شرايطو خلاف اعتراض پايته ورسوي. حکومت وروسته په هېواد کې بيړنى حالت اعلان کړ.

د تاوتريخوالي له خپرېدو سره جوخت په دويم لوى ښار ، گاياکوېل کې د لوټمارۍ خبرونه خپاره شول.

خو د پوځ مشرتابه ويلي چې د ولسمشر ننگه کوي، مانا دا چې لږ تر لږه د اوس لپاره کودتا نشي کېداى.