د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف نوی ګوند جوړوي

پروېز مشرف
Image caption پخواني ولسمشر پروېز مشرف د پاکستان پر اوسني حکومت تور پورې کړی چې د پاکستان ستونزې نه شي هوارولای.

د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف په بريتانيا کې خپل نوی سياسي ګوند پيلوي. هغه وويل پاکستانيان پوځ ته سترګې په لاره دي چې د هېواد ستونزې يې حل کړي.

دغه پخواني جنرال په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو به اړه هم ځينې څرګندونې کړې دي.

د پاکستان پخواني ولسمشر بي بي سي ته وويل په پاکستان کې يو ناکاره حکومت شته چې له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی. جنرال مشرف وويل په دغه شان حالاتو کې پوځ ډګر ته رادانګل.

هغه وويل ډېموکراسي بايد د هېواد له غوښتنو سره سمه رامنځ ته شي ، نه د لوېديځ په بڼه.

ښاغلي مشرف په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو او له افغانستان څخه د وتلو په اړه وايي: (( هېڅوک هم ددې ځاى هغو خلکو ته چې د سرتېرو د را ايستلو غوښتنه کوي، نه وايي چې دا به خورا بده پرېکړه وي، دا به يوه لويه تېروتنه وي.

همدا علت دى چې د بريتانيا يا د امريکا ولس فکر کوي چې تاسې د بل چا لپاره جنگېږئ. که عسکر له افغانستانه راووتل، د بريتانيا امنيت به د ښه والي پر ځاى نور هم ويجاړ شي.))

که چېرې مشرف بېرته پاکستان ته ولاړ شي نو له ځينو قانوني پېښو سره مخامخ کېدای شي.

نو دا روښانه خبر ده چې مشرف ولې په بريتانيا کې خپل ګوند پيلوي، ځکه چې دغلته ګڼ شمېر پاکستانيان ژوند کوي.

جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې پر لومړي وزير نواز شريف باندې تر کودتا وروسته د پاکستان مشر شو.

خو په ۲۰۰۸ کال کې يې د ولس د فشارونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.