د سپينې ماڼۍ يو بل مشر سلا کار هم ځي

Image caption رېم اېمانوېل د ولسمشر اوباما نژدې او د باور وړ کس و چې شونې ده نن خپله دنده پرېږدي.

په واشنگټن کې گونگوسو زور اخيستى چې د ولسمشر اوباما يو نژدې همکار او د سپينې ماڼۍ اداري رييس به نن استعفى ورکړي.

رېم اېمانوېل غواړي چې د شيکاگو د ښاروال په توگه ټاکنو ته ودرېږي. په تېرو مياشتو کې دا د ښاغلي اوباما څوم نژدې ملگرى او سلاکار دى چې په سپينه ماڼۍ کې خپله دنده پرېږدي.

اداري رييس د سپينې ماڼۍ د سياستونو په انجن کې داسې دى لکه سر ميخانيک.

کار يې دادى چې د ولسمشر د اجندا د پلي کولو لپاره په کانگرس کې د چا لاسونه تاوکړي او څوک پر شا وډبوي.

رېم ايمانوېل په واکمن ډېموکرات گوند کې د ولسمشر د تگلارو پلى کوونکى او د واشنگټن په نورو برخو کې يې د سترگو او غوږونو په څېر و.

خو دغه دنده کړوونکې ده ، اداري رييس ډېر ځله په ورځ کې اتلس ساعته کار کوي.

خو داسې برېښي چې ښاغلى ايمانوېل ددې لپاره ځي چې په شيکاگو چې سياستونه پکې د واشنگټن په څېر ننگوونکي دي، ښاروال شي.

دا د بارک اوباما لپاره خورا گرانه شېبه ده چې دومره يو نژدې ملگرى پکې له لاسه ورکوي.

نظر سنجونې ښيي چې ښايي د ښاغلي اوباما ډېموکرات گوند د بلې مياشتې په منځمهالو ټاکنو کې په کانگرس کې اکثريت وبايلي او د ملگرو له ډلې څخه يې ځينې مهم کسان يا د مخه تللي او يا د تلو په حال کې دي.

د ولسمشرۍ پر څوکۍ د دوو کلو تر تېرولو وروسته يو څه بدلونونه حتمي دي، خو بارک اوباما به غواړي ځان ډاډه کړي چې دغه بدلونونه يې کمزورى ونه برېښوي.