د ساري ناروغيود تجربې خبر گواتيمالا وقهروله

Image caption ګواتيمالا وايي يوازې بښه بس نه ده بلکې په دې اړه بايد نور پرمختګونه هم وشي.

اوس جوته شوې چې د امريکا د حکومت طبي پلټونکو شپېته کاله وړاندې په لوى لاس د گواتيمالا ځينې عقلي ناروغان او بنديان د هغوى له خبرتيا پرته په سفليس او سوزاک اخته کړي وو.

دا دوه هغه ناروغۍ دي چې له جنسي تماسونو څخه نورو ته لېږدي.د گواتيمالا ولسمشر دا کار د بشريت خلاف يو جنايت بللى دى.د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېټن او د روغتيا وزير دواړو بښنه غوښتې ده.

په واشنگټن کې د گواتيمالا سفير فرانسېسکو ويلو گران د دوى دغه گام وستايه، خو ويې ويل چې بس نه دى: ((التبه چې موږ ددې معلوماتو د برسېره کولو په اړه د امريکا د حکومت پرېکړې ته هرکلى وايو، موږ له دې مسالې سره د هغوى روڼ چلند ستايو، خو زه په هسې يوه دريځ کې نه يم چې ووايم د دوى بښنه به بس وي او که نه. موږ ته په کار ده چې پېښه په بشپړ ډول وپلټو، عواقب يې ومومو او ښايي له امريکايي چارواکو سره يو ځاى کېنو او وگورو چې نور څه کېدلى شي. ))

له واشنگټن څخه د بي بي سي خبرياله کېم غتاس وايي دغو امريکايي پلټونکو په ١٩٤٠مو کلونو کې په گواتيمالا کې پر نژدې ٧٠٠ بنديانو او عقلي ناروغانو د جنسي ساري ناروغيو د خپرېدو تجربې کولې.

له دې راز څخه پرده د وېلېزلي پوهنځي استادې سوزان رېوېربي پورته کړه. هغې ته له څلورکلنې پلټنې

وروسته پته ولگېده چې ډاکټرانو به په سفليس اخته فاحشې بنديانو ته ور لېږلې چې په لوى لاس يې په دې ناروغۍ اخته کړي او کله به يې مخامخ د هغوى بدن ته په پېچکارۍ دا ناروغي ور ننه ايسته.

سوزان رېوېربي وايي امريکايي پلټونکو د خپلو دغو تجربو لپاره کسان په بېلابېلو ځايونو کې لټول: ((داسې نه وه چې هرڅوک به يې له لارې راڅکاوه. دوى به لومړى زندانيانو او بيا د جدي جنايتکارانو د ساتنې حکومتي نظارتځايونو، پوځي چوڼيو او د عقلي ناروغانو د

ساتنې سيمو ته ورتلل. ))

پلټونکو غوښتل دا معلومه کړي چې ايا پنسلين ددې ناروغۍ مخه هم نيولى شي که يوازې اخته شوي کسان رغوي.

وروسته بيا په دغو ناروغيو اخته شوي کسان درملل کېدل.

امريکايي مشرانو دغه ډول پلټنې له اخلاقو لېرې بللې او له هغو کسانو يې بښنه غوښي چې زيان ور اړول شوى و.

سملاسي د هېڅ ډول تاوان د ورکړې خبره نشته، خو پلټنه به پيلېږي.