که مشرف پاکستان ته راشي نو برخليک به يې څه وي؟

مشرف د ګوند د اعلان پر مهال

په پاکستان کې ډېری خلک په دې اند دي چې څومره چی اغلې بېنظير بوټو د خلکو له هرکلي سره مخامخ وه، ښاغلی مشرف به دومره نه وي ، خو بيا هم اغلې بوټو د خپلو زرګونو سرښندونکو پلويانو په منځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

که څه هم د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف د جمعې پر ورځ په بريتانيا کې د خپل نوي سياسي ګوند د اعلان پر مهال له خپل ولس څخه د هغه په وينا د تېرو سياسي تېروتونو بښنه وغوښته خو د هېواد دننه او بهر د هغه د سياسي راتلونکې په اړه ډېرې پوښتنې را منځته شوې ده.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال اعجاز مهر وايي چی د پاکستان په شان هېواد کې په تېرو شپېتو کلونو کې سياسي کلتور غښتلی شوی او سياسي ګوندونه په خبرو کې ولسواک خو بيا هم د يوه شخصيت شاوخوا راچورلي.

که څه هم ښاغلی مشرف په پاکستان کې يو پيژندل شوی نوم دی خو ايا د خلکو ټېټې پوړۍ به هغه ته هرکلی وکړي کنه ؟

دا تر وخت وړاندې خبره ده ځکه چې پاکستانی ولس يو عجيب ولس دی.

د دې هېواد وګړي خپلې صدقې، خيراتونه او زکاتونه د عبد الستار ايدهي، عمران خان او انصار برني غوندې خلکوته ورکوي خو رايې د بوټو ، نواز شريف او الطاف حسين په نوم اچوي.

که له پروېز مشرف سره هغه خلک چی نهه کاله د وزير، سلاکار او د سيمه ييزو شوراګانو د مشر په توګه ملګري ول ، يو ځل بيا د هغه ملا و تړي نو په راتلونکو ټاکنو کې د يو پياوړي سياسی ګوند بڼه خپلولای شي.

خو د انقلاب د خوب پوره کېدل دوو نورو لسيزو ته اړتيا لرې.

که ښاغلی مشرف بېرته پاکستان ته راستون شي نو ايا په رسنيو کې راغليو د مالي فساد تورونو، د نواب اکبر بکټي وژلو ، په سونوو ورکو خلکو دوسيو او دغه راز د لال جومات د عملياتو په اړه پوښتنوته ځواب ولري اوکنه؟

ښاغلې مهر وايي د لواري تونل د جوړولو له امله چې اوس په چترال کې پروېز مشرف کوم محبوبيت لري ښايي دا مهال يې بله کومه سياسي سټه و نه لري .

هغه به له چترال څخه د مرکزی پارلمان غړی وټاکل شې خو د هغه لپاره به تر ټولو لويه ستونزه امنيت وي.

ځکه چې د ښاغلي مهر په اند که طالبان او په لال جومات پورې تړلي خلک وي او که د هغه سياسي مخالفين، نو د ښاغلی مشرف زغمل هغوی ته اسان کار نه دی.

کله چې يو نوی سياسی ګوند جوړېږي نو د هغه مشر د هېواد له وګړو سره د اړيکو جوړولو او ملاتړ تر لاسه کولو لپاره هڅې پيل کوي.

ايا پروېز مشرف به دا کار وکړای شي؟

په پاکستان کې ډېری خلک په دې اند دي چې څومره چی اغلې بېنظير بوټو د خلکو له هرکلي سره مخامخ وه، ښاغلی مشرف به دومره نه وي ، خو بيا هم اغلې بوټو د خپلو زرګونو سرښندونکو پلويانو په منځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پروېز مشرف د نوي سياسي ګوند په اړه غبرګونونه:

پاکستانی کارپوه سعيد منهاس وايي: (( پکار وو چې د چوهدري شجاعت حسين، حامد ناصر چټه، همايون اختر او سليم سيف الله په څېر مهم پاکستاني سياستوال له ښاغلي مشرف سره په دغه کنفرانس کې ناست وای چې خلکو ته يې د يوه پياوړي سياسي ملاتړ پيغام يې ورکړی وای خو داسې و نه شول. ))

لال جومات

پر لال جومات باندې د مشرف د واکمنۍ پر مهال بريد وشو چې زياته مرګ ژوبله پکې واوښته.

که د پروېز مشرف د نوي سياسي ګوند په اړه په ورځپاڼو کې خپرو شويو غبرګونونو ته پام وکړو، نو د لاهور د هېجړاګانو د يو ګوند ساتهي فاونډيشن له مشرې ليلی پرته بل هېچا ورته هرکلی نه دی ويلی.

ولسمشر اصف علی زرداري بيا ويلي تر هغه چې مشرف ژوندی وي بايد له هېواده د باندې واوسي .

د مسلم ليګ د يوې بلې ډلې مشر پير پګاړه ، مذهبي ګوندونه او عمران خان هغه د ولس مجرم ګنلی او سياست ته د ښاغلي مشرف راستنېدل يې غندلي دي.

د پاکستان د مسلم ليګ نواز شريف ګوند وياند صديق الفاروق په لومړي غبرګون کې ويلي: (( هغه اته کاله د پاکستان تور او سپين چارواکی پاتی شوی دي.))

د نوموړي په وينا د مشرف ژبه او قلم قانون وو، څنګه چې هغه په دې موده کې پاکستان بدنام کړ اوس چې سياست ته راشي نو(( کومه توره به وکړي. ))

بل پلو، ښاغلي مشرف ته ډېر نژدې کس شيخ رشيد احمد ويلي د پاکستان د يوه وګړي په توګه د نوي سياسي ګوند جوړول د هغه حق دی ، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دی به ورسره ملګری شي کنه؟ ښاغلي رشيد ويلي دی د عوامي مسلم ليګ ګوند مشر دی او بل دا چی غواړی ټول مسلم ليګ ګوندونه يو مټی شي چې هېواد ته ښه خدمت وکړای شي.

پر دې ټولو سربېره پوښتنه داده چې که ښاغلی مشرف بېرته پاکستان ته راستون شي نو ايا په رسنيو کې راغليو د مالي فساد تورونو، د نواب اکبر بکټي وژلو ، په سونوو ورکو خلکو دوسيو او دغه راز د لال جومات د عملياتو په اړه پوښتنوته ځواب ولري اوکنه؟

خپل نظرونه راسره شريک کړیء!

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .