امریکايي لیکوال: 'اوباما د افغانستان په جګړه کې ښکېل دی'

امریکايي عسکر په افغانستان کې
Image caption په پای کې لیکوال ليکي، چې د ویتنام جګړې د امریکا نامه ته سخت زیان ورساوه، چې له امله یې د امریکا له مخکنیو ولسمشرانو څخه وګړي زړه توري شول.

د امریکا یوه مشهور لیکوال ویلي امریکایان د افغانستان له روانې جګړې څخه ډېر کړېږي، او ښايي د دغې جګړې اوږدېدل، د امریکا د مخکني ولسمشر جورج بوش په څېر چې پر عراق کې او افغانستان یې د جګړې هوډ وکړ، د ولسمشر اوباما راتلونکې ته زیان ورسوي.

لیکوال نیل شیهان وايي پر ویتنام د امریکا جګړې د لیندون جانسن او ریچرډ نیکسن نومونو ته سخت زیان واړاوه.

شیهان د امریکايي خبریال باب ووډ وارډ "د اوباما جګړې" کتاب ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان اوسنۍ جګړه د ویتنام له جګړې سره ورته والی لري.

د لیکوال په وینا، د افغانستان سختې غرنۍ سیمې د امریکايي جنګیالیو لپاره تر ټولو خطرناکې سیمې دي، چې په وینا یې په ۱۸۳۸ کال د برتانیا د استعمار پرمهال په دغو سیمو کې برتانوي هندي پوځ ته ډېر زیان اوښتی و، چې بیا روسان هم په دغو سیمو کې له ورته برخلیک سره مخامخ شول.

نیل شیهان زیاتوي، د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په میاشت کې برتانوي پوځ د شاوخوا ۱۲ زره نورو پوځيانو په ملتیا دغو سیمو ته د ۴۵۰۰ عسکرو د استولو هوډ وکړ، چې د افغاني مقاومت په سختېدو سره له افغانستان نه وتلو ته اړ شول.

لیکوال دا هم ویلي، ۱۳۷ کاله وروسته، د پخواني شوروي اتحاد وار راغی، چې د بريژنيف په مشرۍ د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې افغانستان ته د ۱۱۰ زره عسکرو د لېږلو پرېکړه وشوه.

Image caption امریکايی لیکوال نیل شیهان وايي پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل یووړ، خو تر لسو کلونو جګړې وروسته له ناکامۍ سره ووتل.

د لیکوال په خبره، تر لسو کلونو وروسته روسان هم اړ شول، چې افغانستان پرېږدي او د شمال له لارې بېرته روسیې ته له ماتې سره ستانه شول.

خو د لیکوال په اند، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تر بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا د جګړې له پيل راهیسې، امریکا پر افغانستان او عراق د بریدونو په پيلولو سره ستره تېروتنه وکړه.

لیکوال په دې اند دی، چې د امریکا اوسنی ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د روانې جګړې لپاره سمه تګلاره نه لري، هغه دا چې په یوه کال کې پر دغې جګړې ۱۱۳ میلیارد ډالر لګښت راځي، خو د جګړې د ګټلو او یا نه ګټلو برخلیک لاهم ناڅرګند دی.

لیکوال ليکي، د امریکا ولسمشر لاهم په افغانستان کې د امریکايي جنرالانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب وايي چې دغه هېواد ته دې نور عسکر ولېږل شي.

شیهان د افغانستان حالاتو ته په کتو سره وايي، دغه جګړه او په دغه هېواد کې د امریکا ښکېلتیا تر ډېره د ویتنام جګړې ته ورته ده.

په پای کې لیکوال ليکي، چې د ویتنام جګړې د امریکا نامه ته سخت زیان ورساوه، چې له امله یې د امریکا له مخکنیو ولسمشرانو څخه وګړي زړه توري شول.

ورته مطالب