د ناټو لارۍ اسلام آباد ته نژدې وويشتل شوې

د ناټو سوځول شوی تیلي ټانکر
Image caption څو ورځې وړاندې د پاکستان په سوېل کې پوليسو ویلي وو چې دغلته اورپکو نژدې ۳۰ هغه تيلي ټانکرونه سوځولي چې په افغانستان کې يې د ناټو په مشرۍ بهرنيو ځواکونو ته تېل رسول.

د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې د ناټو د تېلو پر يوې ډېپو د وسله والو بريد کې شپږ تنه وژل شوي او د تېلو ٢٧ ټانکرونه سوځول شوي دي.

دا له کله نه چې پاکستان په افغانستان کې د هغوى ځواکونو ته د اکمالاتو رسول بند کړي، دا دويم دا ډول بريد دى.

اسلام آباد د اکمالاتو لاره تر هغه وروسته وتړله چې د ناټو يوې چورلکې درې پاکستاني عسکر ووژل.

توپکمارو سهار وختي پر هغې ډېپو بريد وکړ چې ناټو ته روان ټانکرونه يې ډکول.

پوليس وايي هغوى له ټانکرو څخه راتاو شول او هرې خوا ته يې ډزې پيل کړې. په دې بريد کې څو چلوونکي او د ډېپو کارکوونکي ټپيان شوي هم دي.

هغوى چې تښتېدلي، وايي بريد کوونکي د خپل کار تر کولو وروسته په سړه سينه له سيمې ووتل.

چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د توپکمارو په موندلو پسې لټون کوي. عيني شاهدان وايي چې ټولې ډېپو د سترگو په رپ کې اور واخيست. اوروژونکي سيمې ته رسېدلي دي.

دا پېښه په سند کې د ورته ويجاړۍ پر درېيمه ورځ شوې ده.

د لارې بندېدو د ناټو د اکمالاتو گڼې لارۍ د ټول هيواد په ډيپو گانو او لويو کې ايسارې درولې دي.

ساتنه يې يا ډېره کمزورې ده او يا هېڅ نشته. طالبان له ٢٠٠٧ کال را په دېخوا بيا بيا پر دغو لاريو آن چې کله يې د پوځ عسکر هم په ساتنه بوخت وي، گوزارونه کوي.

په همدې ترڅ کې د پاکستان حکومت پر خپله خبره ټينگ ولاړ دي چې افغانستان ته دې گاډي نه اوړي.

ورته مطالب