د امریکا څارګرو الوتکو "جرمنیان او عربان وژلي دي"

څارګره الوتکه
Image caption پاکستاني طالبانو ګواښ کړی، چې د ناټو ځواکونو پر نورو لاریو به هم ورته بریدونه وکړي.

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکو برید کړی، چې لږترلږه د پاکستاني چارواکو په وینا اته اورپکي پکې وژل شوي.

پاکستاني چارواکو ویلي په وژل شوو کې درې عربان او پنځه جرمن توکمه دي.

برید د میران شاه ښار ته څېرمه تېره شپه اووه نیمې بجې د میرعلي ولسوالۍ په جنوب ملا داوړ پر مېلمستون شوی دی.

سیمه ییز خلک وايي چې په برید کې پنځه ترکی الاصله جرمني اورپکي وژل شوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په برید کې وژل شوو اورپکو د "الجهاد الاسلامي" له ډلې سره تړاو درلود.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې امریکا او برتانیا په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

داسې وېرې وې چې ګني په اروپا کې دغه ممکنه بریدونه د پاکستان په شمال کې د سخت دريځو اورپکو لخوا سمبال شوي دي.

یوې المانۍ سرچینې ويلي چې له دغه هېواده یو شمېر شکمن اورپکي د ۲۰۰۹ په مارچ میاشت کې تللي، او هلته د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره یوځای شوي دي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ په منځنۍ اسیا کې بریدونه طرحه کوي.

په شمالي وزیرستان کې دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د ناټو پر لاریو طالبانو برید وکړ، ۲۷ تیلي ټانکر یې وسوځول.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی، چې د ناټو ځواکونو پر نورو لاریو به هم ورته بریدونه وکړي.

پاکستاني طالبان وايي د ناټو ځواکونو د ناټو پر لاریو یې دا بریدونه په قبايلي سیمو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې کړي دي.

له تېرې شنبې ورځې راهیسې د پاکستان پر قبايلي سیمو د امریکا څارګرو الوتکو درې بریدونه کړي، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي.

ورته مطالب