کشیش: د مالوماتو لپاره له "دښمن" سره جنسي اړیکه نیول روا دي

.
Image caption د ښاغلي شفات دا څرګندونې له هغه یهودي لارښود څخه ښکاره سرغړونه ده، چې له مېړه پرته ښځې ته د جنسي اړيکې نیولو اجازه نه ورکوي.

د اسراییلو یوه کشیش له دښمن سره د استخباراتي مالوماتو په مقابل کې د جنسي اړیکو د نیولو د رواوالي فتوا ورکړې ده.

د اسراييلو "یدعوت احرنوت" ورځپاڼې د "اري شفات" اسراييلي کشيش له خولې لیکلي، یهودي شریعت د اسراییلو د امنیت د خوندي کولو په موخه ښځو د استخباراتي مالوماتو په مقابل کې ته له دښمن سره د جنسي اړیکو نیولو اجازه ورکوي.

ښاغلي شفات خپل دغه نظر تر "د ملي امنیت لپاره د جنسي اړیکو نارواوالی" تر سرلیک لاندې په یوه څېړنه کې څرګند کړی، چې القدس ته څېرمهه د يهودي "غوش عتصیون" په مېشتځي کې د اسراييلو د دیني انستېتیوت لخوا خپور شوی دی.

شفات په یوه علمي مقاله کې ویلي، له هغو "ترهګرو" سره د جنسي اړیکو نیولو ته اجازه ورکوي، استخباراتي مالومات ترېنه ترلاسه کېدای شي.

نوموړي په خپله دې څېړنه کې د تورات ځينې کیسې راخیستې دي، چې وايي د اغوین جنګیالیو ښځو له "دښمن" سره د دقیقو استخباراتي مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره جنسي اړیکه نیولې وه.

شفات پر دغو کیسو د نظر څرګندولو په تړاو وايي، "غوره به دا وي چې دا ډول استخباراتي مالومت د بدلمنو ښځو له لارې ترلاسه کړای شي."

دغه اسراييلي کشیش وړاندیز کړی، چې په دې حالت کې باید میړه لومړی خپله ښځه طلاقه کړي او بیا دغه ښځه له "دښمن" سره د استخباراتي مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره نکاح وتړي.

د ښاغلي شفات دا څرګندونې له هغه یهودي لارښود څخه ښکاره سرغړونه ده، چې له مېړه پرته ښځې ته د جنسي اړيکې نیولو اجازه نه ورکوي.