پاکستان کې د ناټو ۱۰ نورې لارۍ سوځول شوې

سوځول شوې لارۍ
Image caption د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه طالبانو د ناټو پر تیلي لاریو برید وکړ، چې لږترلږه ۲۷ لارۍ یې وسوځولې.

پاکستاني چارواکي وايي د دغه هېواد شمال لوېديځ کوټې ښار ته څېرمه وسله والو افغانستان ته د ناټو پر لېږدوونکو تېلي ټانکرو برید کړی، لږترلږه ۱۰ ټانکر یې سوځولي او یو ګاډی چلوونکی پکې وژل شوی دی.

په تېره اوونۍ کې پاکستان کې دا د ناټو پر اکمالاتي توکو درېیم برید دی.

د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه طالبانو د ناټو پر تیلي لاریو برید وکړ، چې لږترلږه ۲۷ لارۍ یې وسوځولې.

او تر هغه وړاندې ناټو هیلیکوپترو تورخم ته څېرمه درې پاکستاني پوځيان ووژل.

پاکستان تر هغه وروسته له افغانستان سره د تورخم لاره بنده کړه.

د کوټې شار د پولیسو مشر شاه نواز خان اې پي خبري اژانس ته ویلي وروستی برید د تېرې سه شنبې پر ورځ کوټې ښار ته څېرمه پر لوی سړک د ناټو د ګاډو په تمځي کې شوی دی.

رپوټونه وايي دغه ګاډي دې ته انتظار وو چې افغانستان ته لاره پرانیستل شي او دوی ناټو ځواکونو ته اکمالاتي توکي ولېږدوي.

برايي پاکستاني طالبانو ګواښ کړی ، چې د ناټو پر اکمالاتو توکو به نور ورته بریدونه کوي.

تېره ورځ هم په قبايلي خیبر دره کې د ناټو یو تيلي ټانکر پر ماین وخوت.

ناټو وايي د پاکستان له لارې دوی ته دغه اکمالاتي لارۍ تېل، پوځيی توکي، پرزې کالي او داسې نور د ناټو ځواکونو اړوند څيزونه لېږدوي.

ناټو غواړي چې افغانستان ته د خپلو عسکرو لپاره د ازبکستان او تاجکستان له لارې اکمالاتي توکي ولېږدوي.

د پاکستان له لارې ناټو ځواکونو ته د چمن- بلوچستان له لارې هم اکمالاتي توکي لېږدول کېږي.

ورته مطالب