فیصل شهزاد په عمري بند محکوم شو

یوه پاکستان الاصله امریکايي ته چې د نیو یارک په ټايمز میدان کې یې د موټر بم چاودنې هڅه کړې وه د عمري بند جزا ورکړل شوه. فیصل شهزاد چې د برید د هڅې مسوولیت یې منلي د مۍ په میاشت کې له چاودیدونکو موادو ډک یو موټر د ټایمز په میدان کې درولی و خو چاویدونکې توکي ونه چاودېدل.

Image caption فیصل شهزاد په افغانستان او عراق کې امريکايي ځواکونه صليبي لښکر وبلل.

نوموړی دوه ورځې وروسته بهر ته د سفر په حال کې ونیول شو.

فیصل شهزاد د پاکستاني طالبانو له خوا روزل شوی او په نیویارک کې یې محکمې ته وویل ده د اسلام دفاع کوله.

فيصل شهزاد د نيويارک د منهاټن په محکمه کې د قاضي کړې پرېکړه رد کړه چې دده په وینا مسلمانان د انسان د لاس جوړ شوی قانون نه مني.

قاضي ته يې وويل:'' موږ نه ستاسې ډيموکراسي او نه ستاسې ازادي منو . د مسلمانانو جنګ اوس پيل شوی او د امريکا ماتې پکې حتمي ده.''

ده امريکايانو ته خبردار ورکړ چې د مسلمانانو جګړې ته دي ځان برابر کړي.

قاضي پوښتنه ترې وکړه چې د امريکا د تابعيت اخيستلو پر وخت يې لوړه نه وه کړې؟

فيصل شهزاد وويل چې زما لوړه د رښتياګو نه وه.

ده په افغانستان او عراق کې امريکايي ځواکونه صليبي لښکر وبلل.

همدارنګه يې په خبرو کې پاکستان چې د ده اصلي هېواد ګڼل کېږي، يو مريی هېواد وباله.

قاضي مريام سيډاربام د سزا تر اعلان وروسته د خپلې پرېکړې په دفاع کې وويل چې ددغه ډول مجرمينو او جرمونو د مخنيوي لپاره دا پرېکړه ددې په خبره ضروري وه.

د امریکا له تابعیت سره جفا

امريکايي څارنوال پريت بارارا د محکمې تر پرېکړي وروسته په خبرپاڼه کې د محکمي د عمري قيد سزا پر ځای بللې او فيصل شهزاد یې يو بې زړه سویه ترهګر بللی چې په وینا يې ده د امريکا له تابعيت سره جفا کړې ده.

شهزاد يې دخپل ناکامه بريد څخه دوې ورځې وروسته له امريکا څخه د وتلو پروخت د نيويارک د جان ايف کنيډي په هوايي ډګر کې نيولی و.

فيصل شهزاد درې مياشتې د مخه د نيويارک په يوې محکمې کې نه يوازې پر ځان باندي د ترهګرۍ لس سره لګېدلي ټول تورونه منلي ول، همدارنګه يې په محکمه کې په وازه خوله وويل چې امريکا دي په دې پوه وي که له افغانستان او عراق څخه راونه وځي، پر اسلامي هېوادونو د بريدونو او په چارو کې يې له لاسوهنو لاس وانخلي، نو موږبه هم د ده په قول پر امريکا د بريدونو څخه لاس وانخلو.

د امريکايي پلټنو د ادعا له مخې فيصل شهزاد په پاکستان کې پر خپله روزنه اعتراف کړی چې ده ته د دغه کار د لګښت لپاره پيسې هم منل شوې وې.

Image caption قاضي مريام سيډاربام د سزا تر اعلان وروسته د خپلې پرېکړې په دفاع کې وويل چې ددغه ډول مجرمينو او جرمونو د مخنيوي لپاره دا پرېکړه ددې په خبره ضروري وه.

د خبرونو له مخې ده په ټايم سکوېر کې د يوې لويې چاودنې تابيا کوله چې پاتې پکې راغی.

د نيويارک پوليسو ويلي ول چې که دا بريد ترسره شوی وای نو د نيويارک زړه به يې لړزولی وای.

په هغه شپو کې د پاکستان طالبانو د دغه ادعا شوي بريد د جوړولو کړنلار منلې او ويلي يې وه چې دا کار يې په مسلمانو هېوادونو کې د امريکا د لاسوهنې او په عراق کې د القاعدې د دوو مشرانو د مرګ په بدل کې د وار اخيستلو په نيت کاوه.

ټايم سکوېر د نيويارک په ښار کې بې ساری ګرانه سيمه ګڼل کېږي. د سيلانيانو د ساتيري د ډول ډول مرکزونو ډک د ګڼې ګوڼې ځای دی.

په ټايم سکوېر کې تر ټولو نوې او ښايسته ودانۍ د امريکا پوځ ته د جلب مرکز دی چې پر افغانستان باندې د امريکا تر يرغل وروسته جوړ شوی او دوه وارې بمي بريدونه پرې شوي دي.

ورته مطالب