راپور: پاکستانی پوځ له طالبانو او القاعدې سره سم نه جنګېږي

Image caption پاکستان تر اوسه پورې ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېر کې يې تل ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې مهم رول لوبوي.

په دغه راپور کې راغلي چې پاکستاني جنرالانو په لوی لاس په شمالي وزيرستان کې له داسې عملياتو څخه ګردسره ځان ساته چې له افغان طالبانواو القاعدې پسې تړليوجنګياليو سره په جنګ کېنوځي.

د راپور دغه خبري په داسې وخت کې په ډاګه شوې چې چهارشنبې پر ورځ په شمال لوېديځ قبايلي سيمه کې امريکايي توغنديو څلور تنه ووژل چې د ادعا له مخې يوه اروپايي ترهګړه ډله وه.

تردغه پېښې څو ساعته وروسته پاکستاني طالبانو د ناټو دتېلو بل کاروان کنډ او کپر کړ.

دغه څېړنه چې لومړی وال سټريټ ژورنال د چهار شنبې پر ورځ خپره کړه ديو شمېر غربي څېړونکو په وينا به د امريکا او پاکستان ملګرتيا چې د افغانستان په جګړه کې يې سره لري خړه پړه کړي.

د دغو څېړونکو په وينا د ډيورنډ په کرښه کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو د دواړو ملګرتيا بېله هغه هم ترينګلې کړې ده.

خو په واشينګټن کي دکابل پوهنتون پخوانی استاد اودچارو څېړونکی پوهنمل سيد امير ځدراڼ دغه مسلې ته په بله سترګه ګوري او وا يي دغه کار د پاکستان او امريکا پر هغې ملګرتيا اغېزه نه لري چې د ترهګرۍ په جګړه کې يې سره لري.

د راپور په باب که څه هم امريکايي چارواکو سمدستي څه نه دي ويلي خو د اوباما يوليک چې د دوشنبې پر ورځ له دغې ارزونې سره يو ځای شوی و، پکې راغلي چې د جګړې په تګلاره کې به پام وړ بدلون رانه شي.

راپور همدارنګه په افغانستان کې د اوباما دتګلارې د هغو هدفونوچې دطالبانو ماتول او دافغان امنيتي ځواکونو پياوړي کول دي يو بې خونده انځور وړاندي کړی دی.

راپور خبرداری ورکړی چې د اغېزناکو عملياتو له لارې د تلپاتې ټېکاو راوستل ديوې ورځې کار نه دی.