د ناټو د اکمالاتي کاروانونو د ساتنې مسوليت د چا پر غاړه دی ؟ روښانه خو پېچلې پوښتنه

سوځېدلی کاروان
Image caption له هغه وروسته چې د ناټو په يوه هوايي بريدکې څوپاکستاني سرتېري ووژل شول، د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو باندې بر يدونه زيات شوي دي.

په دې ورستيو کې د پاکستان له بندرونو څخه په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د تېلو پر لېږدوونکو ګاډو باندې د پاکستان په خاوره کې دننه برويدونه خورا زيات شوي دي.

خو د پاکستان حکومت ظاهرا د دې پنځ سوه کلو مټره لارې په اوږدو کې د ناټو د اکمالاتي لاريو د ساتنې مسوليت منلو ته چمتو نه ښکاري.

د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د حکومت پر مهال د يوه ټړون پر بنسټ ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د پاکستان له خاورې په ګټنې سره افغانستان ته خپل اکمالاتي توکي رسولای شي.

خو په دې وروستيو کې د ناټو پر لېږدوونکو تېلي ټانکرنو باندې د بريدونو زياتوالي دا پوښتنه را پورته کړې چې ايا پاکستان ، د افغانستان تر پولې پورې د ناټو ددغو ټانکرونو او لاريو د خوندي رسولو مسوليت لري او کنه ؟

د پاکستان پوليس او د ايف سي په نوم د يوې بلې امنيتي ادارې چارواکي پخپلو ويناوو کې وايي چې د دغو ټانکرونو د امنيت خوندي کولو مسوليت د هغوی پر غاړه نه دی.

د دې خبرې په غبرګون کې په پاکستان کې د امريکا د سفارت يو وياندرچرډ سنيلسير وايي پر دې مسلې باندې دوه دريځونه د منلو وړ نه دي.

د بي بي سي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د امريکا او پاکستان تر منځ شوي ټړون کې دا خبرې راغلې چې د دې سامانونو د ساتنې مسوليت د پاکستان پر غاړه دی؟ هغه وويل ، د پاکستان په خاوره کې د مسافر يا مال ساتنه د دې هېواد مسوليت دی، نو د ناټو د پوځونو لپاره د بار وړونکو لاريو او ګاډو د ساتنې لپاره د هېڅ ډول تړون اړتيا نشته.

سنيلسير وايي: ((زموږ په اند څرنګه چې د نړۍ په هر هېواد کې د سفر پر مهال ستاسې او ستاسې د مال ساتنه د دولت پر غاړه ده، بالکل همدغه شان د ناټو لپاره د توکو د لېږدوونکو ټانکرونو ساتنه هم د پاکستان د دولت په مسوليتونو کې شامله ده . ))

په تېرو څو ورځو کې له نورو ښارونو پرته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د ناټو تېلي ټانکرونه سوځول شوي دي.

پر دغو ټانکرونو بريدونه له لويو سړکونو او ښارونو څخه د تېريدو پر مهال نه کېږي بلکې په هغو اډو کې کېږي چې دغه ټانکرونه پکې درېږي.

د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د ټانکرونو امنيت خوندي کول د پوليسو مسوليت دی کنه؟ د اسلام اباد د پوليسو مشر بن يامين وايي په اصولي ‌ډول خو د پوليس مسوليت دی خو د ناټو د تېلو د ټانکرونو په اړه لږ اختلاف شته: (( دغه ټانکرونه چې له کومو خطرونو سره مخامخ دي او پوليس څومره وړتيا لري، دې خبرو ته په کتو سره له کراچۍ څخه تر تورخم پورې د هر ټانکر پر سر يو- يو پوليس درول شونې نه ده . ))

هغه وويل: ((که د دغو اډو مالکان له موږ څخه غوښتنه وکړی نو موږ د دغو ټانکرونو د تمځايونو د امنيت مسوليت پر غاړه اخستلی شو. ))

پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د اسانتياوو د چمتو کولو په بدل کې هر کال ډېرې زياتې پيسې تر ګوتو کوي .

دې خبرې ته په کتو ځنې کارپوهان وايي ناټو ته په خوندي توګه د مالونو رسول د پاکستان د حکومت او د هغو ادارو مسوليت دی چې هغوی له دغو پيسو څخه ګټه اخلي.