د بريتانيا شهزاده پر خپل افغاني فلم قهرېدلى دى

Image caption شهزاده هاري دوه کاله مخکې افغانستان ته راغلی و خو د خبر تر خپرېدو وروسته بېرته د امنيتي اندېښنو له کبله وايستل شو.

د بريتانيا د ملکې لمسى شهزاده هاري د هغه مستند فلم پر ښودلو سخت قهرېدلى چې د طالبانو لخوا پکې دده احتمالي يرغمل کېدل انځور شوي دي.

شهزاده هاري چې ٢٦ کلن او پوځي افسر دى، دوه کاله د مخه له نورو پوځيانو سره څو اوونۍ په هېلمند کې و.

خو کله يې چې افغانستان ته د تگ خبر په رسنيو کې راووت، د احتياطي اقدام په توگه له هغه هېواده را وايستل شو.

طالبانو هغه مهال ادعا کړې وه چې د شهزاده پر ورتگ خبر و او د نيولو لارې يې لټولې. دغه يو نيم ساعته فلم د بريتانيا څلورم ټلوېزيوني چېنل چمتو کړى او د "شهزاده هاري نيول" نومېږي.

په فلم کې مخکني يرغمل او استخباراتي کارپوهان غږول شوي دي.

په دغه نيم مستند او نيم خيالي فلم کې شهزاده هاري د طالبانو په منگولو کې ښودل کېږي چې د هغوى يو پيغام لولي.

په پيغام کې له بريتانوي سرتېرو څخه غوښتل کېږي چې "له افغانستانه ووځئ که نه نو طالبان به زما سر پرې کړي."

سلطنتي ماڼۍ ويلي چې شهزاده پر دې فلم تبصره نه کوي، خو هغه ته يوه نژدې کس ويلي چې سخت قهرېدلى دى.

يوې پوځي سرچينې وويل: " دطالبانو په منگولو کې د بريتانيا د سلطنتي ځواکونو د يوه غړي نا سم انځورول، يو بېخونده کار دى".

د څلورم ټلوېزيوني چېنل يوه مشر ټينگار وکړ چې دې فلم په افغانستان کې د مخورو کسانو د تښتونې امکانات ډېر کړي نه دي، خو شک نشته که شهزاده بيا هغه هېواد ته ورغى، له خطر سره به مخامخ وي.