نن په تاريخ کې – د اکتوبر نهمه نېټه

٦٨٠ کال – د اسلام د پيغمبر لمسى حسين بن علي د کربلا په جنگ کې ووژل شو (دغه نېټه په هجري قمري کالښود کې اوړي چې سږکال د ليندۍ يا قوس له ٢٥ سره برابرېږي)

١٢٩٠ کال – د انگلنډ د پاچا لومړي ايدوارد له خوا شړل شوي ١٦٠٠٠ يهود له هيواده ولاړل

١٦٢١ کال – ترکيې او پولنډ د چوتين د سولې تړون وکړ،

١٧٦٠ کال – د اتريش او روسيې ځواکونو برلين ونيوه

١٨٦٥ کال – د امريکا د لومړنۍ تېل لېږدوونکې ځکملاندې نل ليکې د غزولو کار په پنسلوانيا کې پيل شو

١٨٩٩ کال – د برتانيا لومړني پوځي ټولگي د جنوبي افريقا ډربن ته ورسېدل

١٩١٤ کال – جرمني ځواکونو په لومړۍ نړيواله جگړه کې د بلجيم د انتويرپ ښار ونيوه

١٩١٧ کال – د مصر پاچا حسين کامل د ٦٣ کلو په عمر مړ شو

١٩٤٤ کال – د برتانيا صدراعظم وينسټن چرچېل د خبرو لپاره روسيې ته ورسېد

١٩٤٧ کال – د يوه روان گاډي او الوتکې ترمنځ لومړنۍ ټېلېفوني رابطه ټينگه شوه

١٩٥٨ کال – د اسراييلو پوځ لومړنى اوبتل کارولو ته چمتو کړ

١٩٦٢ کال – د نويو خپلواکو شويو هيوادو - الجزاير او مراکش ترمنځ د پولو د ټاکنې پر سر نښته کې ١٣٠ تنه ووژل شول

١٩٦٣ کال – يوگندا له برتانيا نه خپلواکي واخيسته خود کامنولېت د غړي په توگه پاتې شو

١٩٦٥ کال – د بيټلانو د موسيقۍ ډلې البوم " پرون يا Yesterday " لومړى ځاى ونيوه او څلور پرله پسې اوونۍ په دغه دريځ کې پاتې شو

١٩٧٠ کال – د کمبوديا د خمرو جمهوريت اعلان شو

١٩٧٣ کال – په سويز کانال کې د بارليو دفاعي کرښه د اسراييلو له لاسه ووته

١٩٨٣ کال – د جنوبي کوريا څلور وزيران د برما په رنگون کې ووژل شول

١٩٨٤ کال - لومړنۍ امريکايي مېرمن – کتي سوليوان په فضا کې وگرځېده

ورته مطالب