په قیرغزستان کې پارلماني ټاکن کېږي

قرغیزستان
Image caption له 29 سياسي ګوندونه نه چې د 120 پارلماني څوکيو لپاره سيالي کوي دا ځل يو ګوند هم نشي کولای چې د رايو اکثريت تر لاسه کړي.

د قرغیزستان ولس نن په پارلماني ټاکنو کې رايې اچوي.

له ٢٩ سياسي گوندونو څخه څه له پاسه ٣٠٠٠ کانديدان د ١٢٠ څوکيو لپاره سيالي کوي.

د غبرگلي يا جوزا له کورني اخ وډب وروسته چې تر ٤٠٠ کسان په کې ووژل شول، د هېواد لومړنۍ ټاکنې دي.

او وېره داده چې د ټاکنو نتيجې ښايي دا هيواد يو ځل په تاوتريخوالي کېباسي.

له پلازمېنې بېشکېک نه د خبريالې ريحان ديمتري رپوټ واورئ.

کرغيز رايه ورکوونکي به د خپل هيواد په تاريخ کې يوې مهمې ورځې ته را پاڅايږي.

د دغو پارلماني ټاکنو او د هغو نورو ترمنځ چې کله هم په منځنۍ اسيا کې تر سره شوي خورا ډير توپير موجود دی.

په ټولو ټاکنو کې د رايه اچونې درغليو دا وپتېيله چې حاکم مشران به په واک کې پاتې کيږي.

له 29 سياسي ګوندونه نه چې د 120 پارلماني څوکيو لپاره سيالي کوي دا ځل يو ګوند هم نشي کولای چې د رايو اکثريت تر لاسه کړي.

Image caption د پخواني ولسمشر کرمانبېک باکییف تر ایسته کېدا وروسته اوتونباییوا د قرغیزستان لومړۍ ولسمره شوه.

د ډيرو مشري د قرغيزستان پخواني ولايتي مشران کوي چې د اپريل د مياشتې له يوه بغاوت وروسته يې هغه وخت واک تر ګوتو کړ چې د هيواد ولسمشر کرمان بيګ باقيوف له دندې وشړل شو

او هغه کسان چې د باقيوف په حکومت کې وه اوس د مخالفينو په ډله کې دي او ددوی ګوند د هيواد په جنوب کې ځواکمن دی چيرې چې پخوانی ولسمشر زياتره پلويان لري.

په دغو ټاکنو کې به ټولې سترګې په جنوبي ښار اوش او جلالاباد وي چيرې چې د جون په مياشت کې توکميز کرکيچ را منځ ته شوی وه.

چارواکو د سوليزو ټاکنو په موخه ټولو اوسيدونکو ته د ډاډمن امنيت د برابرولو ژمنه کړې خو که سياسي ډلو هغسې پايلې تر لاسه نه کړي څنګه يې چې تمه لري،نو د تاوتريخوالي او مظاهرو ويره لا هم پرځای ده.

ورته مطالب