هيگ: د لينډا پر وژنې تښتوونکي پړه دي

ویلیم هېګ
Image caption ویلیم هېګ:"ددې غمجنې پېښې پړه ټوله د يرغملگرو پر غاړه ده. د لينډا ژوند له هماغې شېبې نه چې هغوى وتښتوله، له پرله پسې او سخت خطر سره مخامخ و. د هغې يرغمل کوونکو ته په پام سره، موږ له هماغه پيله داسې انگېرله چې د خوندي خلاصون تر ټولو غوره لاريې داده چې په زور سره وژغورل شي. "

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ویلیم هېګ وويل د مرستندويې کارکوونکې – لينډا نورگروف د وژنې پړه ټوله د تښتوونکو پر غاړه ده.

دا کارکوونکي چې تېره مياشت په کونړ کې تښتول شوې وه، ظاهرا" وړمه ورځ د ځانگړو ځواکونو د عملياتو پر مهال ووژل شوه.

د هغې د وژنې څرنگوالى لا روښانه نه دى، خو د کونړ يوه استخباراتي چارواکي بي بي سي ته وويل د ځواکونو له ورنژدې کېدو وروسته پرې يرغمل کوونکو لاسي بم غورځولى دى.

دا په څه له پاسه يوه کال کې دويم ځل و چې د يوه برتانوي وگړي د ژغورنې عمليات داسې خونړي راخېژي.

د تېر کال په سپتمبر کې برتانوى خبريال سټيون فاريل ددې هيواد کوماندويانو وژغوره، خو څلور تنه په کې ووژل شول، چې يو يې افغان ژورنالست او بل يې يو برتانوى عسکر و.

کونړ د افغانستان په خورا خطرناکو ولايتونو کې راځي چې نه يوازې د طالبانو، بلکه د هغو ډلو ځاله هم ده چې له القاعدې سره تړلې دي.

له هماغه پيله برتانوي چارواکي اندېښمن و چې د لينډا ژوند ته ځانگړى خطر شته او ښايي وختي پر پوله پاکستان ته اړول شوې وي.

نو ځکه پرېکړه وشوه چې د شرايطو له جوړېدو سره سم يې بايد د ژغورنې هڅه وشي. له صدراعظم سره په دې اړه مشوره شوې وه، خود ژغورنې د عملياتو اجازه د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ ورکړه.

او کله چې يې د نتيجې واورېدل، خورا خواشينی شو:

"ددې غمجنې پېښې پړه ټوله د يرغملگرو پر غاړه ده. د لينډا ژوند له هماغې شېبې نه چې هغوى وتښتوله، له پرله پسې او سخت خطر سره مخامخ و. د هغې يرغمل کوونکو ته په پام سره، موږ له هماغه پيله داسې انگېرله چې د خوندي خلاصون تر ټولو غوره لاريې داده چې په زور سره وژغورل شي. "

Image caption لېنډا نورګروف د برتانیا د سکاټلنډ اوسېدونکې وه، چې له تېرو اتو- لسو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې کار کاوه.

په ټوله کې د ژغورنې دا ډول عمليات د برتانيا ځانگړي ځواکونه کوي، خو کونړ د امريکا د عملياتي مسووليت په سيمه کې راځي او څرنگه چې هغوى د سيمې له جغرافيايي جوړښت سره ښه بلد دي، نو غوښتنه ترې و شوه چې که شوني وي، عمليات دې هغوى وکړي.

باور دادى چې لينډا نورگروف د يرغمل کېدو له مهاله څو ځله له يوه ځايه بل ته بيول شوې او د جمعې په ورځ استخباراتي معلوماتو د هغې ځانگړى ځاى په نښه کړ.

خو چې کله يې د ژغورنې عمليات وشول نو هغه په کې ووژل شوه او دا د چارواکو په وينا هغه خطر ښيي چې تل له دا ډول ژغورونکو عملياتو سره ملگرې وي.

ورته مطالب