کیم جونګ اون د لومړي ځل لپاره رسنیو ته وغږېده

کیم جونګ اون
Image caption کیم جونګ اون د ځانګړو نندارو او لوبو پر مهال راڅرګند شو، هغه له خپل پلار سره چې دا مهال د کوریا ولسمشر هم دی یو ځای و، داسې باور دی چې د کوریا ولسمشر کیم جونګ ایل له روغتیايي پلوه کمزوری شوی دی.

کیم جونګ اون چې فکر کیږي د شمالي کوریا راتلونکی ولسمشر به شي، په لومړي ځل د خبري رسنیو په وړاندې راڅرګند شوی دی.

کله چې هغه د نندارو او لوبو پر مهال راڅرګند شو نو د هلته د موجودو خلکو ترمنځ شور او زوږ او د خوښۍ نارې راپورته شوې.

کیم جونګ اون د خپل پلار کیم جونګ ایل تر څنګ ناست و.

د زرګونو کسانو په ګډون نندارې او لوبې هر کال د شمالي کوریا په پلازمینه پیونګ یانګ کې ترسره کیږي.

په دغو نندارو کې زرګونه کسان سندرې وايي نڅاوې کوي او اکروباتیک حرکتونه ترسره کوي.

خو په روان کال کې پام یواځې یوه تن یعنې کیم جونګ اون ته اړول شوی و.

کیم جونګ اون د ځانګړو نندارو او لوبو پر مهال راڅرګند شو، هغه له خپل پلار سره چې دا مهال د کوریا ولسمشر هم دی یو ځای و، داسې باور دی چې د کوریا ولسمشر کیم جونګ ایل له روغتیايي پلوه کمزوری شوی دی.

هغه مهال چې دغه دوه کسان د څراغونو په رڼا کې راڅرګند شول، په هغه ځای کې ټول کسان ورته ودرېدل.

ځوان کیم جونګ اون ته په دې وروستیو کې د څلور ستوریز جنرال رتبه، په حکومت کې لوړې چارې او د کارګر ګوند غړیتوب ورکول شو.

Image caption دواړه مشران په داسې حال کې له لوبغالي ووتل چې د اورلوبو غږونه او د لاسونو پړکولو یا چکچکو ټوله فضا نیولې وه.

ډیری څېړنکي په دې باور دي چې دا د دې څرګندونه کوي چې ښاغلی کیم جونګ د شمالي کوریا راتلونکی مشر دی.

بهرنیو خبریالانو ته د د کیم جونګ اون له خوا د کوریا څخه د لیدنې او د مراسمو د کتلو بلنه له خیاله وتلی یو کار و.

په عام محضر کې او د نړیوالو خبري رسنیو په وړاندې د هغه څرګندېدل دا شک لېرې کوي چې دی به د خپل پلار ځای ناستی وي.

دواړه مشران په داسې حال کې له لوبغالي ووتل چې د اورلوبو غږونه او د لاسونو پړکولو یا چکچکو ټوله فضا نیولې وه.