نن په تاريخ کې – د اکتوبر لسمه

١٩ کال – جوليوس سزار جيرمانيکوس (ژول سزار) چې د روم د امپراتور کلاوديوس ورور او يو لوى جنرال و، په ٣٣ کلنۍ کې مړ شو

٦٨٠ کال - د حسين بن علي د سر تر غوڅولو وروسته د يزيد ځواکونه يې پر پلويانو بر لاسي شول

١٦٣١ کال – د ساکسونو پوځ پراگ ونيو

١٧٢٠ کال – فرانسې د بانکنوټونو خپرول اعلان کړل

١٧٨٧ کال – امستردام د پروس ورختونکي پوځ ته تسليم شو

١٨٣٩ کال – برتانوي ځواکونو بيروت ونيو

١٨٤٢ کال – انگرېزانو له افغانانو سره لومړۍ جگړه په خپل بري پايته رسېدلې اعلان کړه. تر دې دمخه يې د کابل – جلال آباد پر لار ١٤زره کسيز پوځ تباه شوى و

١٨٦٨ کال – کيوبا له اسپانيا نه د خپلواکېدو لپاره بغاوت پيل کړ

١٨٩٢ کال – د هانکانگ د کرکټ ټوله لوبډله د تايوان سمندري څنډو ته نژدې د بېړۍ په ډوبېدو کې ووژل شوه

١٩١١ کال – په چين کې د سون يات سن انقلاب بريالى شو او د جمهوريت په اعلان سره د مانچو کورنۍ سلطنت پايته ورسېد

١٩٢٤ کال – ابن سعود دمکې ښار ونيو

١٩٣٥ کال – د يونان د پاچايي کورنۍ په ملاتړ د جنرال گيورگيوس کوندېليس په مشرۍ کودتا وشوه

١٩٣٨ کال – هټلري جرمني په خپل ځان پورې د چکوسلواکيا د جرمن مېشتې سيمې – سودېتنلانډ نښلول بشپړکړل

١٩٤٣ کا ل- چيان کاى چيک د چين د ولسمشر په توگه لوړه وکړه

١٩٤٤ کال – امريکا اوکيناوا ونيوله

١٩٥٤ کال – هوچي مين د فرانسوي عسکرو تر وتلو وروسته د ويتنام پلازمېنې – هانوى ته ننوت

١٩٥٧ کال – د برتانيا د وينزډېل په اټومي بټۍ کې ناوړه پېښه وشوه

١٩٦٣ کال – په ايټاليا کې د اوبو لوى بند مات شو او ٣ زره کسان ډوب شول

١٩٧٠ کال – فيجي له برتانيا نه خپلواکي واخيسته

١٩٧٥ کال – اسراييلو په رسمي ډول له مصر سره د سيناى ټاپووزمې تړون لاسليک کړ

١٩٧٥ کال – وتلې فلمي ستورې – ايليزبت ټيلر په شپږم ځل واده شوه

١٩٧٦ کال – پيکينگ د ماوتسه تونگ د کونډې د نيولو خبر ورکړ

١٩٨١ کال – په مصر کې د انورسادات د خښولو مراسم ترسره شول

١٩٩٤ کال – د روسي روبل ارزښت خورا ولوېد او يو ډالر له ٣٠٨١ روبلو سره برابر شو

١٩٩٥ کا ل- اسراييلو د اردن سين له لوېديځې غاړې نه وتل پيل کړل او سلگونه فلسطيني بنديان يې خوشې کړل.

ورته مطالب