نن په تاريخ کې – د اکتوبر ۱۱مه

١٤٩٢ کال – د کولمبوس بېړۍ له سمندر نه لومړۍ وچه وليده( د بهاما ټاپوگان)

١٦٨٩ کال – ستر پيتر د روسيې څار (پاچا) شو

١٧٢٦ کال – بنجامين فرانکلين له انگنډ نه فلادلفيا ته ستون شو

١٧٣٧ کال – په کلکتې کې سترې زلزلې ٣٠٠ زره تنه ووژل

١٧٩٧ کال – د برتانيا سمندري ځواک هالنډي بېړيو ته د هغوى په سمندري څنډو کې ماته ورکړه

١٨٦٨ کال – توماس اديسن خپله لومړنۍ اختراع – "غږيز برېښنايي ماشين" د ځان په نامه راجسټر کړه

١٩٠٢ کال – جنوبي افريقا او آسټراليا د کرکټ لومړۍ لوبه وکړه

١٩١٥ کال – پر سربيانو د بلغاريا بريد پيل شو

١٩١٩ کال – د لويو وچو ترمنځ لومړنۍ هوايي سيالي پايته ورسېده

١٩٢٢ کال – ترکيې او يونان د سولې تړون لاسليک کړ

١٩٣٢ کال – ستالين دوه وتلي مشران – زينووييف او کامېنوف له کمونست گوند نه وشړل

١٩٣٩ کال – البرت انشتاين ولسمشر فرانکلين روزولټ ته خبر ورکړ چې شونې ده اټومي بم جوړ شي

١٩٤٥ کال – په چين کې کورنۍ جگړه ونښته – ماوتسه تونگ له چيان کاى چيک سره جنگېږي

١٩٤٧ کال – برازيل او چيلي له شوروي اتحاد سره اړيکي پرې کړل

١٩٥٥ کال – فارس د بغداد په تړون کې ورگډ شو

١٩٦٠ کال – سمندري توپان ختيځ پاکستان سخت وځاپه، ٦٠٠٠ ووژل شول

١٩٧١ کال – سويس شمالي ويتنام په رسميت وپېژاند

١٩٧٢ کال – د واشنگټن په زندان کې بنديانو په بغاوت لاس پورې کړ

١٩٧٥ کال – بيل کلنټن له هيلري سره واده وکړ

١٩٨٦ کال – ريگن او گورباچف د آيسلند په ريکياويک کې د امريکا او شوروي سرمشريزه، د افغانستان پر سر د اړيکوله اوږده سړوالي وروسته، پرانسته

١٩٩٠ کال – د تېلو بيې بېسارې لوړې شوې او يو بېرل تر ٤٠ ډالرو واوښت

ورته مطالب