قرغیزستان کې ژر د رايو نتيجې راوتونکي دي

Image caption د قرغزستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره داسې يو گوند هم نشته چې د بري اټکل يې وشي. ويل کېږي چې د سر سر گوندونه به اړ وي چې د حکومت د جوړولو لپاره سره ايتلاف وکړي.

اټکل دى چې نن د ورځې په اوږدو کې د قرغستان په پرونيو پارلماني ټاکنو کې د اچول شويو رايو لومړنۍ نتيجې په ډاگه شي. ٢٩ گوندونو په دې سياليو کې گډون کړى و.

څېړونکي وايي دا د هيواد په تاريخ کې له کلکو سياليو ډکې ټاکنې وې.

د ټولو لپاره هوسايي دا وه چې ټاکنې په سوله ييز ډول پايته ورسېدې او د رايو شمېرل بې له ځنډه پيل شول.

خو آن د لومړنيو نتيجو تر اعلان پورې لا اوږده ساعتونه ترمخه دي. د رايو دې نتيجو ته خورا ډېرې سترگې شېبې شمېري.

د ولسي جرگې څوکيو ته ٢٩ گوندونو خپل سړي درولي ، خو يوازې د گوتو په شمار به يې وکولى شي په سلو کې پنځه رايې چې د پارلماني څوکيو د گټنې لپاره قانوني بريد ټاکل شوى، تر لاسه کړي.

د قرغزستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره داسې يو گوند هم نشته چې د بري اټکل يې وشي. ويل کېږي چې د سر سر گوندونه به اړ وي چې د حکومت د جوړولو لپاره سره ايتلاف وکړي.

په قرغزستان کې د ډېرو هيله داده چې نتيجه چې هر څه وي، او اعتراض که د هر لوري وي، هغه به په قانوني ډول څېړل کېږي او بيا به د ترخو اعتراضونو لپاره کوڅو ته راوتل نه وي.

ورته مطالب