چارواکي: د کان د کاريګرو د ژغورنې لومړی ازمايښت بريالی دی

ژغورندویه ډله
Image caption تر دوو مياشتو زيات وخت کيږي چې د کان د نړېدو څخه ۳۳ کسه ژوندي بند پاتې دي.

د خبرونو له مخې دغه وړاندوينې د سان جونز په کان کې خوشالۍ ګډه کړې. په تېره په هغه ګړۍ چې ژغورنده برمه تر مځکې لاندې په کان کې بندو کاريګرو ته ورسېده.

په کان کې د بندو کاريګرو د ژغورنې کارونه په تلوار روان دي.

کان ته بل داسې سوری هم کيندل شوی چې د هغې لارې به هم بندو کسانو ته د را ايستلو لار برابره شي.

همدارنګه د چيلي د چارواکو په قول يوه داسېي ځانګړې پېټۍ جوړه کړل شوې چې تر شپږ سوه زيات ميتره ژور ځای کې ازمايل شوې ده.

ددغه پېټۍ له لارې به هم د بندو کسانو د ژغورنې هڅې وشي.

د دغه هيواد د کانو وزير لارنس ګولډبورن وويل چې د ازمايښت کار يې په کاميابۍ سرته ورسېد.

خو ده رسنيو ته وويل چې په دې کارکې د ډېر احتياط څخه کار اخلي.

دا ګړی د چيلي چارواکو په قول ۱۶ کسيزه د چيلي د پوځ ځانګړې مجربه ډله د ژغورونکي عملياتو د پيلولو لار څاري.

چارواکو ويلي چې د عملياتو په وروستۍ ګړۍ کې به له ژغورندویې ډلې څخه يوې ته د عمليالتومشرتوب په لاس ورکړي.

د چارواکو په قول د ژغورونکې ډلې هر يو يې د دغه ځانګړو عملياتو د مشرتابه وړتيا لري.

د ژغورنې دډلې يوه طبي کارکوونکي ويلي چې بندو کسانو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځانګړي خوراکونه ورکړل شوي دي.

د چيلي رسنيو ويلي چې بندو کاريګرو ته خبر ورکړل شوی چې لومړی به د بندو کسانو څخه کوم يو ژغورل کيږي.

که څه هم نوم يې نه دی ياد شوی خو وايي چې داسي کس ترې غوره شوی چې په روحي لحاظ تکړه او د کان په کارونو کې تجربه لري ځکه نه ويل کيږي د عملياتوپه لومړي پړکې خرابي پېښه شي.

د بندو کسانو خپلوان د تېرو دوو مياشتو راهيسي د خپلو دوستانو د راوتو انتظار کوي.

Image caption وايي چې د ژغورنې دغه ځانګړي عمليات به د سې شنبې په نېمه شپه پيل شي.

د يو بندي مور اليشا کامپوس چې د خپل زوی د راتګ په نيت ناسته ده وايي زه ډېره ستړې يم چې د خپل زوی د راتګ لپاره په ورځو ورځو بېله انتظاره بل کار نه لرم.

تر دوو مياشتو زيات وخت کيږي چې د کان د نړېدو څخه ۳۳ کسه ژوندي بند پاتې دي.

وايي چې د ژغورنې دغه ځانګړي عمليات به د سې شنبې په نېمه شپه پيل شي.

خو د چيلي چارواکو اوس هم سل په سل کي په باور نه دي ويلي چې دا عمليات به خامخا بريالي کيږي.

خو د دغه ډول عملياتو کارپوهان دا مني چې غر که لوړ دی پر سر يې لار ده.

ورته مطالب