د اکتوبر ١٢ مه نېټه د تاريخ په پاڼو کې

نیل ارم سټرانګ
Image caption ١٩٦٤: په لومړي ځل درې انسانان فضا ته وختل

١٧٧٥ : د امريکا سمندري ځواک جوړ شو

١٨٥٠: په پلسلوانيا ، امريکا ، کې د ښځو لپاره د طب لومړنى پوهنځي پرانيستل شو .

١٨٦٠: برتانيايي او فرانسوي ځواکونو بيجينگ ونيوۀ

١٨٧٩: برتانيايي ځواکونو کابل ونيوه .

١٨٩١: د فرانسې د فضا پېژندنې ټولنه جوړه شوه .

١٩٠١: د امريکا د ولسمشرۍ د دفتر نوم د ولسمشر روزويلټ له خوا په سپينې ماڼۍ بدل شو .

١٩١٥: ولسمشر روزويلټ پر هغو امريکاييانو نيوکه وکړه چې غبرگ تابعيت لري

١٩٣١: د کاليزې يا جنترۍ د اصلاح کولو لومړنى نړيوال کانفرانس جوړ شو .

١٩٤١: د روسيې حکومت پلازمينه له مسکوه والگا ته په داسې حال کې وليږدوله چې جرمن نازي ځواکونه مسکو ته ورنژدل کيدل.

١٩٤٩: په مکتحدو ايالاتو کې ايجين اندرسن لومړنۍ ښځه سفيره وټاکل شوه

١٩٦٢: متحدو ايالاتو او شوروي اتحاد په مخابراتو او د هوا پېژندنې په برخه کې د فضايي گډو هلو ځلو تړون لاسليک کړ .

١٩٦٤: په لومړي ځل درې انسانان فضا ته وختل

١٩٦٨: د مکسيکو المپيک لوبې پيل شوې چې ١٩ مې دغه ډول سيالۍ وې .

١٩٦٩: په لومړي ځل پنځه انسانان فضا ته وختل .

١٩٧٨: د اسراييلو او مصر استازيو په واشنگټن کې خبرې پيل کړې .

١٩٨٥: متحدو ايالاتو په نوادا کې اتومي ازموينه ترسره کړه .

١٩٩٠: متحدو ايالاتو په نوادا کې اتومي ازموينه ترسره کړه .

ورته مطالب