نن دتاريخ په پاڼو کې - د اکتوبر ١٣ مه

تاريخ

١٧٦٠ : روسي او اتريشي ځواکونه له برلين څخه ووتل .

١٧٩٢: په واشنگټن کې د سپينې ماڼۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

١٨١٢ : بريتانيايي ځواکونو پر کاناډا باندې د امريکايي سرتېرو د يرغل هڅه شنډه کړه .

١٨٦٠ : په لومړي ځل له هوا څخه عکس واخيستل شو، دغه عکس د امريکا په بوسټن ښار کې له يوه بالون څخه اخيستل شوی و.

١٨٨٤: د گرينويچ وخت د نړيوال ساعت په توگه ومنل شو .

١٩٢٣: انقره د ترکيې پلازمېنه شوه .

١٩٢٤: د ابن سعود په مشرۍ ځواکونو مکه مکرمه ونيوله .

١٩٤١: نازي عسکرو يولس زره يهود ماشومان او سپين روبي ووژل .

١٩٤٣: ايټاليا د خپل پخواني ملاتړي ، جرمني ، پر ضد د جګړې اعلان وکړ .

١٩٨١: د مصر مرستيال ولسمشر حسني مبارک ولسمشر شو .

١٩٨٨: د نوبل ادبي جايزه مصري ناول ليکوونکي نجيب محفوظ ته ورکړل شوه .