پوهان: ځينې مینه درد کموي

Image caption د ستانفور پوهنتون په دې څېړنه کې پر هغو زده کوونکو ازمايښت شوی، چې نوې مینه یې پیل کړې او له هغوی څخه د خپلو محبوبو د عکسونو د راوړلو غوښتنه شوې ده.

ګڼ خلک داسې انګيري چې مینه ځينې وخت د دردونو لامل ګرځي، خو یوه امریکايي علمي ډله وايي مینه د درد د کمولو لامل هم کېږي.

ځينو څېړونکو د یوه مګناتيسي زنګ په اړه پلټنه کړې، چې نېغ په نېغه پر هغه دماغ څرنګه نېغ په نېغه اغېز کوي، چې له دردونو کړېږي او د انسان وجود ورسره خوشاله کېږي.

څېړندویې ډلې پر هغو ۱۵ زده کوونکو دا ازمایښت ترسره کړی، چې په وجود کې یې کوچني دردونه احساسېدل.

څېړونکو ومونده چې دغو کسانو خپلو دوستانو او د مینه د شریکانو عکسونو ته په کتلو سره دغه دردونه احساس نه کړل.

څېړنه پر هغو کسانو راټوله وه، چې نوې عاطفي مینه یې پيل کړې وه.

پوهان وايي د مینې احساس په دماغ کې له هغه ځای سره نېغه اړیکه لري، چې د دوبامین له موادو سره اړیکه ولري، هغه چې د خوږو شیانو او کوکایینو په خوړلو سره ډېر احساسېدای شي.

د ستانفور پوهنتون په دې څېړنه کې پر هغو زده کوونکو ازمايښت شوی، چې نوې مینه یې پیل کړې او له هغوی څخه د خپلو محبوبو د عکسونو د راوړلو غوښتنه شوې ده.

ډاکټر ګارېد یانګر وايي هغه طریقه چې په مټ یې د دماغ درد ورسره ارامه کېږي، ډېره ابتدايي ده او ښايي د دماغ له اراموونکي درملو سره ورته والی ولري.

دغه عالم زیاتوي، په دماغ کې د مینې د احساسېدو سیمه د خوښۍ د احساسولو سیمه ده.