راسموسن: پر طالبانو پوځي فشار د پخلاینې غوره لار ده

راسموسن
Image caption راسموسن: ''ناټو مرکزي دنده چې له بريدونو د دغه تړون هېوادونو د ۹۰۰ ميليون وګړي ساتنه ده، بايد هېڅکله بدله نه شي، خو دغه دنده بايد د عصري ګواښونو په وړاندې يوه عصري دفاع وي.''

د ناټو مشر اندرېس فو راسموسن وايي دغه تړون غواړي په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، خو ده د اورپکيو پر ضد د پوځي عملياتو درولو خبره رد کړه.

نوموړي وويل د سولې هر ډول خبرو اترو مشري بايد د افغان حکومت پر غاړه وي، خو د ناټو په مشرۍ ځواکونه کولی شي د عملي مرستې په وړاندې کولو سره د خبرو لارې چارې اسانه کړي.

ښاغلې راسموسن نور تفصيل ورنه کړ چې دغه ډول مرستې به څه ډول ترسره کېږي.

د پنجشنبې په ورځ افغان چارواکو له ناټو غوښتنه کړې وه چې د سولې وړانديز ملاتړ وکړي، چې په هغو سيمو کې د پوځي عملياتو درول هم په کې وو، چې کېدی شي د سولې خبرې په کر ترسره شي.

د ناټو تړون غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په خپله يوه ورځنۍ غونډه کې پر يوه نوې ستراتيژۍ خبرې کولې، په داسې حال کې چې دغه تړون په خپل جوړښت کې د اصلاحاتو او سمون تکل لري.

د ناټو مشر وويل دغې غونډې ناټو تړون دې ته ورنژدې کړی چې د ناټو سيمې لپاره د توغنديو ضد، سپر نظام ومني.

ده زياته کړه پوره هيمند دی چې ناټو مشران به راتلونکې مياشت په خپله سرمشريزه کې د داسې نظام په اړه سره سلا شي. ښاغلي راسموسن وويل د سپر داسې نظام د ناټو تړون دفاعي ستراتيژۍ د پرمختګ يو مهم عنصر دی.

د ناټو دغه ډول دفاعي نظام تل روسيه اندېښمنه کړې، او په وروستيو کلونو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړيکيو سړېدو بسټيز لامل و.

په همدې وخت کې روسيې هم خپلې پوځي پرمختيا ته پام ساتلی دی. د دغه هېواد پوځ يوه نوې لار راموندلې چې له مخې دښمن تېر باسي او په همدې وخت کې پيسې وسپموي.

په دغو وسلو کې له ټانکونو نيولې بيا د رادار تر بشپړ سيستم پورې پر باد پړسول شوې وسلې شاملې دي. د بي بي سي خبريال ستيو– روزنبورگ د روسيې دغه بادي پوځي ځواک ليدلى او دا رپوټ يې پرې چمتو کړى دى.

د ناټو مشر زياته کړه دی ښه هيلمند دی چې تړون به يې د توغنديو يو داسې دفاعي سيستم کې پانګونه وکړي چې اروپا او امريکا له غليمو خواوو وساتلی شي.

ده وويل ناټو بايد په هغو ګواښونو کې چې دغه تړون وسره مخامخ کېږي، بدلونونو ته له ځواب ويلو سره ځان سم کړي:

''ناټو مرکزي دنده چې له بريدونو د دغه تړون هېوادونو د ۹۰۰ ميليون وګړي ساتنه ده، بايد هېڅکله بدله نه شي، خو دغه دنده بايد د عصري ګواښونو په وړاندې يوه عصري دفاع وي.''

ښاغلي راسموسن دغه خبرې په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو او دفاع چارو وزيرانو يوې نادرې ګډې غوڼدې ته کولې، چې د دغه سازمان پر يوې نوې سټراټيژۍ د غور لپاره راغوڼد شوي دي.

Image caption مېرمن کلنټن وویل د افغانستان په اړه د ناټو تګلاره پر دوو کلیدي ټکو راڅرخي.

د ناټو مشر وړانديز وکړ چې روسيه هم له دغې پروژې سره يو ځای شي.

خو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل دا ټولې خبرې لا په لومړني پړاو کې دي.

مېرمن کلنټن وویل د افغانستان په اړه د ناټو تګلاره پر دوو کلیدي ټکو راڅرخي:

''لومړی په لنډ وخت کې له افغانستان سره د بدلون پېر کې مرسته، چې د خپل امنیت مسؤولیت په خپله واخلي او دویم دا چې په اوږد مهال کې له افغانستان سره ستراتيژيکه ملګرتیا جوړه شي، چې اوږدمهالی ثبات او پرمختګ پرې یقيني شي. دا دواړه هدفونه په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته هم دي. ''

ورته مطالب