د اکتوبر ١٥ مه د تاريخ په پاڼو کې

نلسين منډيلا
Image caption ١٩٩٣: نلسين منډيلا او د سويلي افريقا ولسمشر ايف ډبليو دي کلارک ته د سولې لپاره د نوبل جايزه ورکړل شوه .

١٥٠١ : د انگلنډ وليعهد ارتر له کاترينا سره واده وکړ.

١٧٠٥: د لارډ پيتربرا په مشرۍ برتانيايي ځواکونو د بارسلونا ښار ونيو.

١٧٨٩ : جورج واشنگټن د ولسمشر په توگه نيو انگلينډ ته لومړنى سفر وکړ.

١٨٦٦ : د کانادا په کيوبيک ښار کې اور دوه نيم زره کورونه ويجاړ کړل.

١٨٨١: په امريکا کې د کب نيوونکو لومړنۍ مجله ، امريکن انگلر ، چاپ شوه.

١٨٨٩: د هالند د پلازمېنې امستردام مرکزي تم ځاى پرانيستل شو.

١٩٣٧: د همينگوې ناول ، ويې لرو او ويې نه لرو ، چاپ شو.

١٩٤٠: د لندن د واټرلو پر تمځاى جرمن الوتکو بمباري وکړه.

١٩٤٩: د مانيپور سيمې واک د هند حکومت ترلاسه کړ .

١٩٧٠: انور سادات د مصر ولسمشر وټاکل شو.

١٩٨٩: د سويلي افريقا د اې اين سي گوند بنسټ اېښودونکى والټر سيسيلو له زندانه خوشي شو.

١٩٩٠: د شوروي اتحاد ولسمشر ميخايل گورباچوف ته د سولې لپاره د نوبل جايزه ورکړل شوه.

١٩٩٣: نلېسن مانډيلا او د سويلي افريقا ولسمشر ايف ډبليو دي کلارک ته د سولې لپاره د نوبل جايزه ورکړل شوه.

ورته مطالب