پاپ: انګلیکاني ټولنه دې مسیحیت ته واوړي

انګليکانيان
Image caption پاپ (بېنېډېکټ) دغه ناندره ييز وړانديز تېر کال کړی و، او ويلي وو، چې انګليکانيان کولی شي د خپلو د دودونو او عملونو له ساتلو سره په (رومان کاتوليک کليسا) کې ځای ولري.

په جنوبي انګلستان کې د ټولې انګليکاني ټولنې خلک د پاپ له لوري وړانديز ترلاسه کړی چې کاتوليک مسحيت ته واوړي.

د (فولکسټن) د سانټ پيټر کليسا په يوه غونډه کې په دې رايه ورکړل شوې چې دوی خپل دين واوړي، ځکه چې دوی د ښځينه اسقفانو رامنځته کول بد ګڼي.

د دغه دريځ په وړاندې د دود پاليو له لوري په زياتېدونکي ډول مخالفت کېږي، چې ځينې يې د انګستان له کليسا د ډله ييزې اوښتنې خبرداری ورکوي.

پاپ (بېنېډېکټ) دغه ناندره ييز وړانديز تېر کال کړی و، او ويلي وو، چې انګليکانيان کولی شي د خپلو د دودونو او عملونو له ساتلو سره په (رومان کاتوليک کليسا) کې ځای ولري.