علاوي: ایران د منځني ختيځ ګډوډۍ ته لمن وهي

ایاد علاوي
Image caption ایاد علاوي د عراق په وروستیو ټاکنو کې د یوې ډلګۍ مشر و.

د عراق لومړی وزیر نوري المالکي د عراقي نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې ایران ته رسېدلی، خو د هغه سیاسي مخالف ایاد علاوي بیا پر تهران تور پورې کړی، چې ګني په منځني ختيځ کې ګډوډۍ ته لمن وهي.

ایاد علاوي د عراق په وروستیو ټاکنو کې د یوې ډلګۍ مشر و.

ښاغلي المالکي تهران ته داسې مهال سفر کړی، چې د عراق له تېرو پارلماني ټاکنو پوره اووه میاشتې تېرېږي، خو بیا هم په دغه هېواد کې نوی حکومت جوړ نه شو.

د عراق په تېرو ټاکنو کې چې د تېر مارچ میاشتې پر اوومه وشوې، ایاد علاوي پکې ۹۰ څوکۍ، او د المالکي ګوند بیا ۸۹ څوکۍ وټلې.

ټاکنو ته یوه بل نوماند عمار الحکیم بیا ۷۰ څوکۍ خپلې کړې وې.

پر همدې مهال د برتانیا ګارډين ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې ویلی چې ایران د عراقي حکومت په مرسته له سوریې، حزب الله او یو لړ جګپوړو شیعه مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

ورځپاڼه کاږي چې تهران هڅه کوي د عراق په نوې اداره کې شیعه ګان ډېره ونډه ولري.

"ستراتيژيکه ماتې"

ګارډین د دوو نیول شوو لوېديځوالو له خولې ليکي، دا هڅې په عراق کې د امریکا د ستراتيژيکو ناکامیو په مانا دي.

د ورځپاڼې په وینا، دوی ته سرچینو ویل ي چې ایران په ډېر واک او ځواک سره په عراق کې د نوري المالکي د دویم ځل مشر کېدو او له مخالفانو سره د جوړجاړي هڅې کوي، او په ضمن کې په پټه د شیعه مشر مقتدی الصدر کلک ملاتړ کوي.

ورته مطالب