فرانسه: ترهګریزو بریدونو ته څک اوسئ

فرانسوي  پوځيان
Image caption په فرانسې کې له څو اونیو راهیسې بیړنی حالت روان دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برایس اوغتیوفیو وايي څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان حکومت د یوه نژدې پېښېدونکي ترهګر برید په اړه خبرداری ورکړی.

ښاغلی برایس وايي په خبرداري کې ویل شوي چې ګواښ د عرب ټاپووزمه څخه د القاعدې په وسیلې رامنځ ته شوی دی.

په فرانسې کې له څو اوونیو راهیسې بیړنی حالت روان دی.

خو د سعودي عربستان د چارواکو په ځانګړو استخباراتي ویل شوي چې القاعده غواړي په نژدې راتلونکې کې په اروپا کې برید وکړي او ډېر امکان دی چې دغه برید پر فرانسې وشي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د استخباراتي معلوماتو په اړه ډېر لږ معلومات ورنکړل او داسې ښکاري چې د فرانسې حکومت خپلو خلکو ته د خبرداری ورکوي چې باید هوښیار او حساس واوسي:

''زه تاسو ته ویلی شم او دا هغه معلومات نه دي چې مخکې خپاره شوي وي، یوازې څو ساعته وړاندې او یو څو ورځې وړاندې موږ ته د سعودي استخباراتي چارواکو له خوا یو پیغام راورسېد چې په عربي ټاپووزمه کې القاعده فعاله شوې او یا داسې ښکاري چې فعاله به شي.''

ښاغلي برایس وویل په روان یوه کال کې لږترلږه د دوو ترهګرو بریدونو مخه نیول شوې ده او تر دې دمه ۶۱ تنه له ترهګرۍ سره د تړاو په تور نیول شوي او بندیان دي.

د فرانسې د حکومت په وروستي خبرداري کې ویل شوي چې یوې مېرمن په ترانسپورتي سیستم د برید پلان درلود.

د فرانسې پر حکومت د وېرې د رامنځ ته کول له امله نیوکې شوي، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي دا خبرداري ریښتیني دي او د بیړني حالت کچه به لاهم پر خپل ځای وي.

ورته مطالب