په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نړۍ پر طبيعت ژغورنې غور کوي

د نړۍ د نژدې ټولو حکومتونو پلاوي په جاپان کې نن د اوکتوبر په ۱۸ مه په يوه دوه اوونيزه غونډه کې راغونډ شوي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د طبيعت له منځه وړلو د مخنيوي لارې چارې راوګوري.

Image caption د ژونديو ژويو او بوټيو ډولونه له خپلې طبيعي کچې (۱۰۰) ځله زيات له منځه ځي، چې د بيولوژيکي رنګارنګوالي د ورکېدو لويه ستونزه جوړوي.

اقتصاد پوهان په زياتېدونکي ډول باور کوي چې د بوټيو او ونو او هم ژويو له منځته تلنه لا له وړاندې د انساني ژوند پر ښېرازه کېدو اغېزه کړې ده.

دغه غونډه د (بيولوژيکي رنګارنګوالي) په اړه د ملګريو ملتونو له لوري راغوښتل شوې، چې د جاپان په ناګويا ښار کې ترسره کېږي، له هغه ځايه د بي بي سي د چاپېريالي چارو خبريال ريچارډ بلاک راپور کې وايي نړيوال پر دې غور کوي چې ولې پخوانيو هلو ځلو سمې پايلې ورنه کړې.

که شاته لاړ شو، په (۲۰۰۲) کال کې د نړۍ حکومتونو ژمنه وکړه چې د (۲۰۱۰) په راتلو سره به د طبيعت د زيانمنېدا کموي.

اوس موږ په (۲۰۱۰) کال کې يوو، خو په دې اړه څه نه دي شوي. د راتلونکو دوو اوونيو په اوږدو کې به حکومتي پلاوي، د طبيعت ساتنې پوهان او هم د کاروبار څښتنان پاتې راتلو پر لاملونو بحث کوي او هم به هڅه کوي چې يو لا غوره دريځ ته ورسېږي.

ځينې خلک باور کوي، دغه واقعيت چې د ژونديو ژويو او بوټيو ډولونه له خپلې طبيعي کچې (۱۰۰) ځله زيات له منځه ځي، د دې بسنه کوي چې د بيولوژيکي رنګارنګوالي د ورکېدو يوه ستونزه جوړه کړي.

Image caption د بيولوژيکي رنګارنګوالي له منځته په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

خو دا بشري ټولنې ته هم، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو کې مخامخ ستونزه جوړوي. ډاکټر (جېن سمارټ) د طبيعت ساتنې لپاره د نړيوالې ټولنې غړې ده، دا وايي:

''څه چې ساينس موږ ته وايي دا دي چې، موږ پر بيلوژيکي رنګارنګوالي تکيه کوو، چې په مځکه کې د ژوند د ملاتړ نظامونه داسې وساتو چې په رښتيا کار ورکړي، او که دا نظام ونړېږي، موږ نه پوهېږو چې څومره ناوړه به وي، خو په دې پوره پوهېږو چې به خورا خطرناک وي.''

ونې کاربون دوه اوکسايډ زموږ لپاره په اوکسيجن اړوي چې تنفس يې کړو. ځينې حشرې د کروندو له ودې سره مرسته کوي.

په اوبو کې مرجانی دبرې د ودې په حال کې کبانو لپاره د پناه ځای جوړوي. دا او د طبيعي نړۍ نور اړخونه په دومره چټک ډول زيانمنېږي چې د ملګريو ملتونو اقتصاد پوهان يې په ارزونې سره وايي چې نړيوال اقتصاد ته به د کال له (۲) نه تر (۵) تريليون ډالرو په بيه تمامېږي.

Image caption ونې او بوټي کاربن دوه اوکسايډ په اوکسيجن اړوي، چې د انسان د ژوند لپاره اړين دي.

اوس په ناګويا کې د خبرو پر مېز د تړون يوه مسوده ايښې ده، چې که حکومتونه يې لاسليک کړي، دوی به دې ته ژمن کړي چې ځينې بنسټيز عاملونه، چې د ژوند رنګارنګوالی له منځه وړي، راکابو کړي.

ستونزه دا ده، ځينې دغه عاملونه لکه د صنعت لپاره په په زياتېدونکي ډول د طبيعي سرچينو کارول، په نړيوال اقتصاد کې وده زياتوي.

نو که راغونډ شوی پلاوي او وزيران له ناګويا نه له داسې موخو سره ووځي چې د پخوانۍ ټولګې په پرتله د برياليتوب لپاره غوره فرصت وړاندې کوي، نو په غونډه کې بايد سختې پرېکړې وشي.