واشڼګټن: چينايي شرکتونو له ايران سره مرسته کوي

چين او ايران
Image caption امريکا وايي چين د ملګرو ملتونو له لوري پر ايران باندې له لګېدلو هغو بنديزونو څخه سرغړونه کړې چې پخوا يې ورسره موافقه کړې وه.

واشنګټن له بيجينګ څخه غوښتي ، د هغو چينايي شرکتونو مخه ونيسي چې له ايران سره د ملګرو ملتونو له بنديزنو سره سره د هغه هېواد په اټومي پروګرام او د توغنديو په ټيکنالوژۍ کې مرسته کوي.

ويل کېږي چې چينايي شرکتونو له هغو بنديزونو ښکاره سرغړونه کړې چې په تېر دوبي کې پر ايران لګول شوي ول.

هغوی دغه راز د امريکا له خوا پر ايران له لګول شويو بنديزونو څخه سرغړونه کړې ده.

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي دا تاييد کړې چې واشنګټن بيجينګ ته د هغو شرکتونو ليست برابر کړی چې د ملګرو ملتونو له بنديزونو څخه يې سرغړونه کړې ده.

دغه اندېښنې تېره مياشت بيجينګ ته د امريکا د حکومت د استازي رابرټ اينهورن د سفر پر مهال راپورته شوې.

ښاغلی اينهورن پر ايران او شمالي کوريا د بنديزونو د لګولو په موخه له هېواده بهر تللی و.

دغه خبر لومړی په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې راپورته شو. امريکا وايي چين پر ايران له لګول شويو بنديزونو سره موافقه کړې وه.

چارواکي دا هم وايي چې له بيجينګ څخه تمه لري چې د هغو کمپنيو په مخنوي ګام اوچت کړي چې د ايران د توغنديو له تکنالوژي او د اټومي وسلو له پرمختګ سره مرسته کوي.

داسې باور دی چې چينايي چارواکو د خپلو کمپينو فعاليتونه ته اجازه نه ده ور کړې.

کله چې په تېر دوبي کې په ملګرو ملتونو کې پر ايران بنديزونه ولګول شول، نو امريکا او اروپايي ټولنې اندېښنه ښوولې وه چې چينايي شرکتونه به دغه تشه ډکه کړي.