سي ای اې د خوست په ځانمرګي برید کې خپله نیمګړتیا ومنله

لیون پانیتا
Image caption د امریکا د څارګرې ادارې رييس لیون پانیتا د دغه برید د څېړنې په په تړاو خبریالانو ته خبرې وکړې.

د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې ویلي د افغانستان په جنوب لوېديځ د امریکا پر استخباراتي غړو د برید پرمهال سي ای اې ناغيړي کړې ده.

د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې د اردن یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولایت کې د سي ای اې پر مامورینو ځانمرګی برید وکړ، چې د یوه اردني استخباراتي مامور په ګډون اته استخباراتي کارکوونکي ووژل شول.

هغه مهال داسې رپوټونه وو، چې ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

د امریکا د څارګرې ادارې رييس لیون پانیتا د دغه برید د څېړنې په په تړاو خبریالانو ته خبرې وکړې.

په رپوټ کې ویل شوي چې سي ای اې د دغه اردني جاسوس د امنيتي ګواښونو د څېړنې په اړه ناغیړي کړې ده.

تر برید وروسته پاکستاني طالبانو وویل چې دا برید د همام لخوا د بیت الله مسید د وژلو په غچ کې ترسره شو، چې د ښاغلي همام یوه وېديويي پټه یې هم خپره کړه

همام خلیل البلوي تر برید وړاندې په خپله وینا کې ویلي وو چې ارومرو به پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسید د وژلو غچ اخلي.

البلوي په ويديويي پټه کې د وصيت په توګه ويلي و دی نه غواړي چې له خپلو دښمنانو سره جوړجاړی نه غواړي :

Image caption البلوي په ويديويي پټه کې د وصيت په توګه ويلي و دی نه غواړي چې له خپلو دښمنانو سره جوړجاړی نه غواړي

''د اسلامي امت دښمانو اردن او امريکا مرکزي استخباراتو ته دا زما پيغام دی، چې د خدای په لاره کې مجاهد خپل دين د راکړې ورکړې بازار ته نه وړاندې کوي، او مجاهد تل خپل دين نه پلوري، که څه هم په ښي لاس کې يې لمر او په چپ کې سپوږمۍ ورکړل شي.''

بیت الله مسید تېر کال په وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

تېر کال تر برید وروسته داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګني د اردن اسختباراتو یو کال مخکې البلوي نیولی و او بیا یې سي ای اې ته حواله کړ.

خو ځینې داسې نور رپوټونه هم راووتل چې ګني البلوي هېڅکله له القاعدې سره اړیکه نه لرله او نه یې د هغوی اوامر منل.

پر سي ای اې مخکني بریدونه 1965-2009:

_ 2009 : د افغانستان د خوست ولايت په ځانمرګي بريد کې د سي ای اې اووه غړي ووژل شول .

_ 2003 : افغانستان کې د روزنې پرمهال د سي ای کې دوه قرارداديان او يو افسر ووژل شول .

_ 2001 : افغانستان کې د سي آی اې يو افسر ووژل شو .

_ 1993: د ويرجينيا په پوځي روزنځي کې د سي آی کې دوه غړي ووژل شول .

1989 : له ډي آر کانګو نه انګولا ته د الوتکې په پېښه کې د سي آی کې شپږ غړي ووژل شول .

_ 1985: په بيروت کې له تښتولو او شکنجه کولو وروسته د سي آی اې د بيروت مرکز مشر ووژل شو .

_ 1983: په بيروت کې د امريکا پر سفارت په شوي ځانمرګي بريد کې اته سي آی اې مامورين ووژل شول .

_ 1965 : په ويتنام کې د سي آی اې اووه غړي ووژل شول .

سرچينه: واشنګټن پوست .

ورته مطالب