وسله والو په کراچۍ کې ۲۲ کسان ووژل

کراچۍ
Image caption په دې سره په څلور ورځو کې په کراچۍ کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۶ تنو ته ورسېده.

پاکستاني چارواکي وايي د هغه هیواد په سویل د کراچۍ په ښار کې د وسله والو کسانو په برید کې لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

شاخوا ۱۰ تنه د موټر د پرزو پلورلو په یوه مارکیټ کې ووژل شول.

په دې سره په څلور ورځو کې په کراچۍ کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۶ تنو ته ورسېده.

په کراچې کې روانې نښتې د ضمني ټاکنو پر مهال د اکتوبر په شپاړسمه نیټه پیل شوې، چې هغه څوکۍ بیا د مهاجرو کډوالو ګوند یا م کیو ام وګټله.

ام کیو ایم ګوند د اردو ژبو ملاتړ له ځان سره لري، خو عوامي نشنل ګوند چې د پښتنو ملاتړ وسره دی له هغو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ.

د تاوتریخوالي په اوسنیو پېښو کې عام وګړي په نښه شوي دي.

کراچۍ چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی د سوداګرۍ مرکز هم ګڼل کیږي.

پرون غرمه د کراچۍ ښار د موټرو د پرزو پلورلو مارکیټ شپږ تنه وسله وال موټر سایکل سپاره ورننوتل، عیني شاهدانو وویل کله چې وسله وال مارکیټ ته ننوتل په هوا کې یې ډزې پیل کړې، ځینې کسان وتوانېدل چې له هغه ځایه پښې سپکې کړي.

خو نور کسان دومره بختور نه و، ځکه وسله والو کسانو پرته له کوم توپیر پر هټۍ والو او پېرودونکو ډزې پیل کړې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

یو هټیوال چې ځان یې په خپله هټۍ کې پټ کړی و بي بي سي ته وویل وسله والو کسانو پر عامو وګړو پرله پسې شل دقیقې ډزې کولې. هغه وویل پولیس تر پېښې وروسته نیم ساعت وروسته راغلل.

د پولیسو او ملیشو مرکز د پېښې له ځای سره یواځې څو دقیقې واټن درلود.

ټول وژل شوي کسان اردو ژبي دي.

دغه برید په ټوله کراچۍ کې وېره خپره کړې مارکیټونه وتړل شول، د ښار له نورو سیمو هم د بریدونو راپورونه ورکول شوي دي.

قومي مهاجر ګوند د وژل شویو کسانو په یاد یوه ورځ ماتم اعلان کړی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي و، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې په کراچۍ کې امنیت ګډوډ کړي.

خو د حکومت له خوا د کراچۍ د حالاتو کنترول تر پوښتنو لاندې دی. ځکه د پاکستان تر ټول ستر سوداګریز ښار له بې نظمۍ سره مخ دی.

ورته مطالب